لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ سفري بندیز د زیارت په شپه پیل شو


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ لخوا شپږو ګڼ میشتو مسلمان هیوادونو څخه امریکا ته د مسافرو په راتګ باندې د کوم بندیز وړاندیز شوی وه هغه سترې محکمې ته تر وړاندې کیدو وروسته د عملې کیدو په حال کې دی.

سترې محکمې ویلي وه دوی به پدغه سفري بندیز باندې غور کوي خو په ورته وخت کې ددغه بندیز یوشمیر برخې عملي کیدی شي.

دغه ګڼ میشته مسلمان هیوادونه لکه ایران، لیبیا، صومالیا، سوډان، شام او یمن دي.

ددغه سفري بندیز په ترڅ کې امریکا د پنجشنبې یا زیارت په شپه اته بجې یو شمیر نوي قوانین د امریکا د ویزو اخیستو په برخه کې په ټوله نړۍ کې په خپلو سفارتونو کې راوستل.

یو دا چې له دغو شپږو ګڼ میشتو مسلمان هیوادونو څخه د امریکا ویزې غوښتونکي باید په امریکا کې نژدې خپلوان ولري او یا هم دنده او کاروبار.

پدې نژدې خپلوانو کې د مور، پلار، ښځې، مېړه، ماشوم، ځوي، لور، زوم، انګور، وروڼه او خویندې شامل دي.

پدغه بندیز کې وړاندې راغلي هغه کسان چې ددوي په اصلاح لیرې خپلوان دي هغو ته به د امریکا ویزې نه ورکول کیږي او په هغو کې نیا، نیکه، لمسي، ترور، کاکا، وراره، وریره، اوښي، ښینې او داسې نور خپلوان دي.

پدې کې یوه لانجمنه رشته امریکا ته د نامزد یا د خپلې کوژدنې راوستل وه چې پرې بندیز لګول شوی وه خو بیا وروسته د خلکو د غبرګون له امله بیرته له دغه کتار څخه وویستل شو.

همدارنګه د ویزو دغه بندیز به په هغو سوداګرو او کاروباري خلکو باندې نه وي چې پدې اړه رسمي اسناد ولري.

صدر ډانلډ ټرمپ وویل چې ددغه سفری بندیز عملي کیدل د امریکا د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره ډیر مهم وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG