لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: امریکا به ۳۰۰ پوځي صلاحکاران اعراق ته لېږي


نن په سپېنه مانړۍ کې د وینا په وخت امریکاېي صدر زیاته کړی په اعراق کې امریکاېی جګړې ډیر زخمونه پریښودي او په ډاګه ېي کړه امریکاېي ځواکونه به اعراق ته بیا نه لېږي. امریکاېي صدر واېي:
( امریکاېي عسکر بیا جګړې له اعراق ته نه دي روان، مونږ دومره توان نه لرو چې اعراق ته په زرګونو عسکر اولیږو او هلته روانه لانجه پری ختمه کړو. ځکه د اعراق روانه لانجه به د اعراق اولس پخپله ختموي.)

د خپلې وینا وړاندی امریکاېي صدر د قامي امنېت د ډلې سره هم لیدلي او په اعراق کې د وسله والو لخوا د یو شمیر سېمو د قبضی وروستو جوړ شوو حالاتو او د امریکاسره په موجودو لارو ېی خبری کړي. امریکاېي صدر وېلي د امریکا خارجه وزیر جان کېري به په راروانو څو ورځو کې د منځني ختېځ سفر کوي او دغلته په روانو کشالو ختمولو به خبری اتری کوي.

د امریکا د دفاع یو مشر چارواکي بیا واېس اف امریکا ته وېلي د اعراق لپاره موجودو ډیرو لارو یا آپشنز لپاره امریکاېي پوځ تیار دی. د نوم نه ښودلو په شرط دغه چارواکې زیاتوي چې امریکاېي پوځ د صدر اوباما فیصلې ته په طمه دي.

په اعراق کې بیا وزیر اعظم نوري المالکي د اعراقي پوځ سره د جنګیدو لپاره رضاکارو ته د میاشتې ۶۴۴ ډالرو ورکولو وړاندیز کړیدی څوک چې غواړي د اعراقي ځواکونو سره په سختو ځایونو کې اوجنګیږي. اعراقي وزیر اعظم وېلي هغه کسان چې د امنېتي ځواکونو سره به مرسته کوي او په جنګ کې به برخه نه اخلي هغو ته به ۴۵۰ ډالره میاشت ورکولې شي. اعراقي وزیراعظم ژمنه کړي ټولو رضاکارانو ته به د خوراک لپاره جدا پېسې ورکړې کیږي.

د ښاغلي نوري المالکي دا وړاندیز پداسې وخت کړی چې اعراقي ځواکونه د سني تندروه ډلو سره په بېجي سېمه کې د اعراق لوي د تیلو صفا کولو کارخانې یا آېل ریفاېنري کنټرول ترلاسه کولو لپاره جنګېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG