لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس امریکې ته خطر راولاړوي، ریکس ټیلرسن


ښاغلي ټیلرسن د شورو، پنجشنبې، په ورځ د کانگرس د ایوان بالا یا سینټ د خارجه چارو کمیټۍ کې د سوال او جواب په نشست کې وینا کوله. سینټ به د هغه نامزدگي منظوروي او یا به يي ردوي
ښاغلي ټیلرسن د شورو، پنجشنبې، په ورځ د کانگرس د ایوان بالا یا سینټ د خارجه چارو کمیټۍ کې د سوال او جواب په نشست کې وینا کوله. سینټ به د هغه نامزدگي منظوروي او یا به يي ردوي

د امریکې د نوي خارجه وزیر د چوکۍ دپاره نومول شوي کاروباري شخصیت ریکس ټیلرسن ویلي امریکا روس له خوا د خطر سره مخامخ ده او د ماسکو ورستۍ سرگرمۍ د واشنگټن د مفاداتو پرضد دي.

ښاغلي ټیلرسن د شورو، پنجشنبې، په ورځ د کانگرس د ایوان بالا یا سینټ د خارجه چارو کمیټۍ کې د سوال او جواب په نشست کې وینا کوله. سینټ به د هغه نامزدگي منظوروي او یا به يي ردوي.

ټیلرسن وویل روس نه دې خپلو اقداماتو په اړه تپوس وشي. هغه وویل د امریکې د نیټو فوجي ائتلاف ملگري هم د روس په بیا راقوي کیدو فکر مند دي.

هغه وویل پکار ده چې روس سره د ماسکو په تگ لاره په ازاد ډول خبرې اترې وشي چې په رڼا کې يي امریکا هم خپله تگ وټاکلی شي.

ریکس ټیلرسن د تیلو د یوې کمپنۍ مشر دی او نو منتخب صدر ډانلډ ټرمپ په خپله کابینه کې د خارجه وزارت دپاره نامزد کړی دی.

ټرمپ به د خپلې چوکۍ سوگند د جنورۍ د میاشت په ٢٠ مه نیټه په واشنگټن کې پورته کوي.

ښاغلی ټیلرسن د روس صدر ولادیمیر پوټن سره نژدې تعلق لري او په روس کې يي ډیره سرمایه کاري کړې ده. خارجه وزارت دپاره د ټیلرسن مخالفین پوښتنه کوي چې ایا روس سره په لین دین کې به هغه د امریکې د مفاداتو تحفظ هم وکړی شي او که نا؟

خپله د ریپبلیکن پارټۍ ځینې سینټرانو هم صدر پوټن سره د ټیلرسن د اړیکې په اړه د تشویش څرگندونه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG