لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټیکساس په نمائش برید امریکائي مسلمانانو کې اندیښنې راپارولې


د پولیس تفتیشي افسران د موقعې جاج اخلي
د پولیس تفتیشي افسران د موقعې جاج اخلي

امریکا په ټیکساس ریاست کې د پیغمبر اسلام خاکو نمائش په وخت دوو برید کونکو وژنې ورسته ددغې علاقې مسلمانانو په ټولنه کې یو د فکرمندۍ او بې یقینۍ احساس دی. ډیوه ریډیو ته يي په ځانگړې مرکو کې د ډیلس سېمې مسلمانانو د ټولنې او د مسلمانانو حقونو دپاره اواز اوچتونکو ادارو نمائندگانو ویلي چې حالات لا پوره واضحه نه دي او دوي څه نشې ویلی چې دا څه روان دي، چا کړې دي او څه قسمه نتیجې به وي.

د ډیلس علاقې یوې خبریالې او د امن د پاره کارکونکې زنانه مونا کاظم شاه ویلي چې دغه رنگ پېښې مسلمانانو کې ډیرې اندیښنې راپاروي او دې پېښې ته اولني مسلمانانو د ټولنې د خلکو دا غبرگون وو چې خپل بچي به سکولونو ته سبا له نه لیږي تر څو چې حالات په پوره توگه واضحه شوې نه وي.

د ډیلس پیس سینټر لپاره کارکونکی هادي جواد واي چې مسلمانانو ټولنې ته يي دا پیغام دی چې د صبر او زغم نه کار واخلي دی وايي چې د غونډې په وخت يي خلکو ته ویلي وو په دې هیڅ قسمه پام او غرض دې نه کوي ځکه چې د رائې د ازادۍ په امریکا کې پوره پوره هر چا ته حق دی او که څه قسمه احتجاج او تشدد لاره چا اختیار کړه نو ددې سره دغه تنظیم چې د پیغمبر د خاکو نمائش يي کولو د هغوي کار ته به د مطبوعاتو او د نړۍ ډیر پام را وگرځي. دی وايي چې د نفرت د وینا ځواب د چا وژنه کله هم نه ده او دغه برید کونکو کار هم د غندنې وړ دی.

امریکا کې مسلمانانو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې مسلم پبلک افیئرز کونسل غړی ریحام عثمان ډیوه ریډیو ته وايي چې ددې هر څه ځواب د میډیا او د سوشل میډیا دلارې پکار دی دا وايي چې د اسلام په اړه منفي رائې لرونکو ته د ځواب ورکولو ښه لاره باید چې د یو ښه پیغام د لارې وشي او پرامنه احتجاج کې هم څه بدیت نشته.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG