لاس رسیدونکی لینک

د امرېکې په ټیکسس ریاست کې طوفان او سیلاب په زرگونو خلک بې کوره کړي


د امریکې په ټیکسس ریاست کې د تیرو څو ورځو راهسې د "هاروي" په نوم سمندري طوفان د ځان سره راوړي سختو بارانونو د ریاست هیوسټن ښار گیر کړی دی او د باران دلاسه سیلابونو په زرگونو خلک په خپلو کورونو پریښودو مجبور کړي دي.

په هیوسټن کې د گل، دوشنبې، په ورځ هم د سختو بارانونو لړۍ جاري وه او امدادي کارکونو په سیلاب کې د گیرو خلکو د راویستلو هلې ځلې کولې.

طوفان دلاسه لږ تر لږه دوه کسان مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا تر وسه پورې د ٢٠٠٠ نه زیات خلک سیلاب نه راویستل شوي دي.

"هاروي" طوفان د جمعې په ورځ د میکسیکو خلیج نه د ټیکسس ساحل ته راوختلو او د ځان سره درانه بارانونه راوړل.

تروسه پورې ٢٥ سینټي میړه باران شوی دی او د شورو، یا د پنجشنبې، د ورځې پورې د ۴٠ نه تر د ٦٠ سینټي میړو پورې نور باران اټکل د موسمیاتو ماهرینو کړی دی.

صدر ډانلډ ټرمپ به د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټیکسس دوره کوي.

صدر ټرمپ ټیکسس افت ځپلي سیمه ټاکلې ده چې ترمخه يې مرکزي حکومت ورته په بیړنۍ توگه امداد ورکولی شي.

په سیلاب ځپلې سیمه کې دا وخت په سلگونو امدادي کارکونکي کار کې مصروف دي. خلک د بیړو، هیلي کاپټرو او بیدل په سیلاب کې د گیر کورونو څخه راویستل کیږي

د هیوسټن ټولو لارې په دریابونو کې بدلې شوي دي او د ښار دوه هوايي اډې تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG