لاس رسیدونکی لینک

داعش کې د شاملیدو په سازش د ٣ صومالي امریکایانو مقدمه


د دریو واړو کسانو محمد فرح، گولید عمر او عبدې رحمان داود خلاف په مقدمه کې گواهي عبدالاحی یوسف ورکوي چې په یو وخت کې ددوي ملگری و. یوسف وايي تندورۍ په لوري هم دغه کسانو بوتللی و

د امریکې په منیسوټا ریاست کې په هغه دریو صومالي امریکایانو مقدمه چلول کیږي چې داعش کې د شمولیت دپاره يي د شام د تگ سازش کولو.

په مینیاپولیس ښا کې په ٢٢ کلن محمد فرح، ٢١ کلن گولید عمر او ٢٢ کلن عبدې رحمان داود باندې د امریکې نه بهر په خارجي هیواد کې د قتل د سازش په لړ کې مقدمه روانه ده. که چرې په دغه کسانو جرم ثابت شو نو د ١٥ کلونو نه واخلي تر د عمر قید سزاگانې ورته ورکړی کیدی شي.

دریو واړو کسانو د فرد جرم نه انکار کړی دی.

د عمر گولید مور فدومه حسین د وي او ای صومالي څانگې ته ویلي هغه گڼي چې وفاقي تحقیقاتي اداره ایف بي ايي په دغه کسانو کې نفاق پیدا کوي د یوبل خلاف ودریږي.

فدومه حسین وايي ایف بي ايي دا کسان د یو بل پرضد په ددروغه د بیانونو ورکولو دپاره استعمالوي او په مقدمه کې گواه عبدالاحي یوسف د ایف بي ايي له خوا ورکړی شوی د دروغو او بې بنیاده بیان ورکړو.

صادق ورفه چې د صومالي امریکن ټولنې فعاله غړی دی، د وي ای صومالي څانگې ته ویلي دا د ټولنې مقدمه نه ده یعنې په ټولنه شک نه دی شوی او یو تن تر هغه وخت پورې بې گناه دی تر څو چې پرې جرم نه وي ثابت شوی.

صادق ورفه وايي په دې ملک کې دا د ترهگرۍ تر ټولو لویه مقدمه ده، ډیر د احتیاط او د صبر نه کار اخیستل پکار دي، پکار ده چې انتظار وایستلی شي، د منصفانو نظام موجود دی، دفاع وکیلان به خپل دریځ وړاندې کوي. خو دا واضحه کول ضروري دي چې دا د صومالي ټولنې مقدمه نه ده، یو څو افراد دي، د عدليي نظام موجود دی او تر څو چې په چا جرم ثابت شوی نه وي هغه معصوم گڼلی کیږي.

د دریو واړو کسانو محمد فرح، گولید عمر او عبدې رحمان داود خلاف په مقدمه کې گواهي عبدالاحی یوسف ورکوي چې په یو وخت کې ددوي ملگری و. یوسف وايي تندورۍ په لوري هم دغه کسانو بوتللی و.

یوسف په داسې وخت گرفتار شوی و چې داعش کې شاملیدو دپاره شام ته روانیدونکی و. هغه ددې خبرې اعتراف کړی دی چې داعش ته يي خپل ځان د وسله وال په توگه پیش کړی و.

په محمد فرح، گولید عمر او عبدي رحمان دواد باندې الزام دی چې د کال ٢١٠۴ نه را واخلي تر د کال ٢٠١٥ پورې په خپلو خبرو اترو کې داعش کې شمولیت دپاره شام ته د تگ لارې چارې يي لټولې خو جهاز ته د ختلو وړاندې قانون نافذ کونکو ادارو ونیول. دوي دا الزامات رد کړی دی. خو که جرم پرې ثابتیږي نو د ١٥ کلونو نه تر د عمر قید سزاگانې ورکړی کیدی شي.

مقدمه په دوه هفتو کې د ختمیدو امکان دی.

XS
SM
MD
LG