لاس رسیدونکی لینک

تاشفین ملک او سیدرضوان فاروق د ښیښ مارۍ مشقونه کول


په لاس انیجلس کې د ایف بي ايي نائب ډائریکټر ډیوډ بوډچ وویل تاشفین ملک او سیدرضوان فاروق انټرنیټ په زریعه تندروي اخیتار کړې وه او ددې خبرې امکان شواهد لا نه دي ښکاره شوي گني دوي په نیغ په نیغه چا په دغه لار راړولې وو

د امریکې د کیلیفورنیا ریاست په سین برنډینو ښار کې د ١۴ کسانو په وژنه کې په مشکوک توگه ککړې پاکستانۍ میرمن تاشفین ملک او د هغې خاوند امریکائي شهري سید رضوان فاروق د پیښې وړاندې په ټوپک د نښانه بازۍ مشقونه کړې وو او د ډیر وخت راهسې يي تندروي اختیار کړې وه.

د امریکې د تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي یو چارواکې د گل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته ویلي تفتیش کونکې دې خبرې ته هم کتنه کوي چې تاشفین ملک او سیدرضوان فاروق د حملې منصوبه سازي څه رنگ کړې وه او دا چې د تندروۍ په لورې څه رنگ تللي وو.

په سین برنډینو ښار کې په یوه دستوره د ناتاره ډزو ورسته چې پکې ١۴ کسان ووژل شو، تاشفین ملک او سیدرضوان فاروق بیا پولیس سره د ډزو په تبادله کې ووژلی شو.

په لاس انیجلس کې د ایف بي ايي نائب ډائریکټر ډیوډ بوډچ وویل تاشفین ملک او سیدرضوان فاروق انټرنیټ په زریعه تندروي اخیتار کړې وه او ددې خبرې امکان شواهد لا نه دي ښکاره شوي گني دوي په نیغ په نیغه چا په دغه لار راړولې وو.

د وفاقي حکومت مامورین وايي په سین برنډینو کې د حملې وړاندې تاشفین ملک په فیس بک داعش سره د خپل تړون اظهار کړی وو او سیدرضوان فاروق دداسې خلکو سره په رابطه کې وو چې داعش سره يي هم رابطي لرلې.

د توار، یک شنبې، په ورځ صدر براک اوباما قام ته په خصوصي وینا کې لوظ وکړو چې داعش ته به ماتی ورکولی شي او دا چې تاشفین ملک او سیدرضوان فاروق د اسلام غلطه تشریح خپله کړې وه.

سید رضوان فاروق د امریکې په شکاگو ښار کې زیږیدلی وو مور او پلار يي پاکستان نه امریکا کې اباد شوي وو.

تاشفین ملک د پنجاب صوبې د لیه ضلعې په کروړ لعل عیسن نومې کړې کې د پیدائش ورسته د خپل مور او پلار سره سعودي عرب ته تللې وه. په کال ٢٠٠٧ کې هغې ملتان کې د بهاوالدین زکریه یونیورسټۍ د فارمیسي په څانگه کې داخله واخیستله او د کال ٢٠١٢ پورې هم هلته وه او بیا د سیدرضوان فاروق سره د واده ورسته امریکې ته راغله.

XS
SM
MD
LG