لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام مهاجرین امریکا ته پریښودل شي او که نا؟


که یو خوا د شام د مهاجرینو په اړه په کانگرس کې دا بحث روان دی نو د واشنگټن نه لري د شلو ریاستونو گورنرانو اعلان کړی چې شام نه راغلي کډوال به په خپلو ریاستونو کې ابادیدو ته نه پریښدي
که یو خوا د شام د مهاجرینو په اړه په کانگرس کې دا بحث روان دی نو د واشنگټن نه لري د شلو ریاستونو گورنرانو اعلان کړی چې شام نه راغلي کډوال به په خپلو ریاستونو کې ابادیدو ته نه پریښدي

د فرانس ښار پیرس کې د شوو ترهگرۍ حملو ورسته، په امریکا کې دا بحث راپاریدلی چې آیا د شام مهاجرینو ته په هیواد کې د پناه اخیستلو اجازت ورکړی شي او که نا؟

دا بحث ځکه هم کولی شي چې د فرانس مامورین وايي حملو کې یو مشکوک ځانمرگي حمله کونکي شام پاسپورټ لرلو او د کډوال په توگه تیره میاشت یونان دلارې فرانس ته رارسیدلی وو.

یورپ ته د مهاجرینو د تگ په مهال صدر براک اوباما ١٠٠٠٠ کډوالو ته امریکا کې د پناه ورکولو اعلان کړی وو.

د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ ناقدین وايي د براک اوباما د اعلان په نتیجه کې به شام د کډوالو ترڅنگ ترهگر هم امریکې ته راورسي.

د ریپبلیکن پارټۍ سینیټر جیف سیشنز وايي په دې هیواد کې به هم هغه واقعات رامینځته شي کوم چې فرانس کې ولیدلی شول.

سنیټر سیشنز غواړي ترڅو کانگرس د شام مهاجرینو ته امریکا کې د داخلیدو د اجازت ورکولو یا د نه ورکولو غوڅه فیصله نه وي کړي په موجوده وخت کې دې امریکې ته ددوي په راتگ پابندي ولگولی شي.

سنیټر سیشنز وايي ترڅو د مهاجرینو د پس منظر او درخواستونو د څیړنې نظام نه وي پرځائی شوی ډیر امکان دی چې د ترهگرۍ رجحان لرونکي خلک به هم د راتگ اجازت ترلاسه کړی شي.

د براک اوباما د فیصلې دفاع کونکي د واک من ډیمکریټک پارټۍ د کانگرس غړي وايي د مهاجرینو کره تحقیقات کولی شي چې پکی څو څو میاشتي او کله کله خو پکې د کلونو پورې وخت لگي.

د ډیمکریټک پارټۍ سنیټر بن کارډن وايی مهاجرینو د درخاستونو په پلټنو کې د حکومت ډیر ادارې برخه اخلي چې دا یقیني کړي چې څوک خو ترهگرو ډلو یا د داعش سره تړون نه لري.

د ریپبلیکن پارټۍ مشران دا پوښتنه راپورته کوي چې څنگه لکه د شام په رنگ د یو جنگ ځپلې هیواد نه د راتلونکو خلکو په اړه په کره توگه تحقیقات کیدلی شي؟

د ریپبلیکن پارټۍ سنیټر باب کورکر وايي په یو داسې هیواد کې څه رنگ د یو کس د پس منظر په اړه معلومات ترلاسه کیدی شي چرته چې د معلوماتو ذخیره کولو یو مرکزي نظام موجود نه وي.

که یو خوا د شام د مهاجرینو په اړه په کانگرس کې دا بحث روان دی نو د واشنگټن نه لري د شلو ریاستونو گورنرانو اعلان کړی چې شام نه راغلي کډوال به په خپلو ریاستونو کې ابادیدو ته نه پریښدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG