لاس رسیدونکی لینک

شام کې د دولت اسلامي د ترکي سرحد په لورې پرمختگ


د امریکائي چارواکو د ویناگانو باوجود چې د دولت اسلامي خلاف عراق کې هوائي کیمپین به شام ته غځوي خو شمالي شام کې د دولت اسلامي خلاف تر اوسه څه بمباري نه ده شوي

د سني وسله والې ډلې دولت اسلامي وسله وال شمالي شام کې د ترکې سرحد په لورې پرمختگ کې کوي او هدف يي د کردانو په سیمه کې یو ښار دی که چرې وې يي نیولو نو د ترکې پولې سره نزدې به دولت اسلامي خپل گرفت نور هم مظبوط کړي.

د رپورټونو ترمخه د دولت اسلامي وسله وال عین العرب ښار ته نزدې شوي دي چې د کوبین په نوم هم یادیږي. د رپورټونو ترمخه دولت اسلامي په سېمه کې په نورو کلو او بانډو د قبضې ورسته، د عین العرب نه شا او خوا ١٥ کلومیټره لرې دي.

د دولت اسلامي په پرمختگ په نتیجه کې د جمعې د ورځې راهسې ٧٠٠٠٠ کرد مهاجرین ترکې ته په تگ مجبور شوې دي.

کردستان ورکرز پارټۍ ترکې کې میشته کردانو ته د دولت اسلامي خلاف د جنگیدو غښتنه کړې ده. د ترکې میډیا د رپورټونو ترمخه شا او خوا ٣٠٠ کردان د سیرین کردش پیپلز پروټیکشن یونټس په صفونو کې د دولت اسلامي خلاف جنگیدو دپاره تللې دي.

شام نه د مهاجرینو راتگ ودرولو د پاره ترکي په عارضي توگه خپل سرحد وتړلو او د گڼې گوڼې مخه نیولو دپاره د ترکي امنیتي ځواکونو په خلکو اوبه وشیندلې.

د امریکائي چارواکو د ویناگانو باوجود چې د دولت اسلامي خلاف عراق کې هوائي کیمپین به شام ته غځوي خو شمالي شام کې د دولت اسلامي خلاف تر اوسه څه بمباري نه ده شوي.

XS
SM
MD
LG