لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې نیول شوو امریکایانو د راخلاصولو دپاره ناکامه کوشش


شام کې د وسله والو په بند کې امریکایانو د راخلاصولو دپاره امریکائي ځواکونو کوشش کړی وو خو ناکامۍ سره مخ شو. ددې خبرې تصدیق امریکائي چارواکو په داسې حال کړی چې صدر براک اوباما د اسلامک سټیټ وسله والو د لاسه امریکائي خبریال جیمز فولې د سر قلم کیدو سخته غندنه کړې ده
شام کې د وسله والو په بند کې امریکایانو د راخلاصولو دپاره امریکائي ځواکونو کوشش کړی وو خو ناکامۍ سره مخ شو. ددې خبرې تصدیق امریکائي چارواکو په داسې حال کړی چې صدر براک اوباما د اسلامک سټیټ وسله والو د لاسه امریکائي خبریال جیمز فولې د سر قلم کیدو سخته غندنه کړې ده

شام کې د وسله والو په بند کې امریکایانو د راخلاصولو دپاره امریکائي ځواکونو کوشش کړی وو خو ناکامۍ سره مخ شو. ددې خبرې تصدیق امریکائي چارواکو په داسې حال کړی چې صدر براک اوباما د اسلامک سټیټ وسله والو د لاسه امریکائي خبریال جیمز فولې د سر قلم کیدو سخته غندنه کړې ده.

د پېنټاګان ویاند رېر ایډمېرل جان کېربي وېلي امریکا په شام کې د اسلامک سټېټ تندروه ډلې په قبضه کې ګېرو یو شمیر امریکایانو د راخلاصولو کوششونه کړي وو. هغه زیاته کړې دغه ځمکني او هواېي بریدونه ناکامه شوي وو ځکه چې د امریکایانو تښتونکي په دغه ځایونو کې نه وو موجود.

د ترهګرۍ د مخ نیوي دپاره د امریکا صدر بارک اوباما صلاحکاری لېزا موناکو دغه عملیات چې د سپرلي په شورو کې شوي وو د دغې اجازه امریکاېي صدر ځکه ورکړې وه چې دغه تښتول شوي امریکایان هره ورځ د یو نوي خطر سره مخ وو.

په امریکا ېک د څیړنېزی ادارې رېنډ کارپورېشن سیاسي څیړنکار او پخوانې پوځي افسر رک برېنن واېي د داسې قسمه عملیاتو لپاره سم استخباراتي معلومات راغونډول تل یو چېلنج وي. خو هغه پدی خبره حیران دی چې پېنټاګان د ناکامې دغه خبر ولې د عام اولس په مخکې خپور کو.

ښاغلې برینن واېي د داسې قسمه عملیاتو لپاره صحیح معلومات ترلاسه کول تل ګران وي. مونږ داسې ډیر کوششونه په شا غورځوو. او که تاسو بیا داسې او هم کړۍ لکه د اسامه بن لادن په معامله کې نو ډیر کم داسې وي چې د امریکا د دفاع محکمه دغه عملیات په ښکاره کوي.

پېنټاګان او سپېنې مانړۍ دواړو لخوا په یوه ورځ بیانونه خپاره شوی وو. امریکا ېي صدر بارک اوباما هم تیره ورځ بیا په ښکاره دا خبره اومنله چې امریکاېي خبریال جیمز فولی نه ېی سر قلم کړی. امریکاېي صدر زیاته کړې چې پدغی ظلم ټوله نړۍ غمجنه شوې ده او د اسلامک سټېټ تندروه ګوند لخوا د وژنو، تښتولو، ظلمونو، د زنانو سره جنسي زیاتو او د غلامۍ د کارونو غندنه ېي کړی ده.

صدر بارک اوباما واېی د منځني خطیز د خلکو نه تر حکومتونو پوری یو کوشش روان دی چې د اسلامک سټېت تندروه ګونی یا ناروغۍ نه ځان خلاص کړي. چې دا رنځ نور خور نه شي. په هر اړخ ددی کار او داسې مفکوری غندنه پکار ده. صدر اوباما وېلي په ۲۱مه پېړۍ کې د اسلامک سټېټ ترهګرو هېڅ ځاېي نشته.

د امریکا د خارجه دفتر ویاندی میرمن ماری هارف تیره ورځ وېلي واشنګټن په دغه سیمه کې د یو شمیر سېمه ایزو ملګرو سره خبری کړي دي چې اسلامک سټېت څومره لوې خطر دی.

میرمن هارف واېي په دغه سیمه کې ګڼ هیوادونه ډیر اندیښمن دي. مونږ د دغه هیوادونو سره په شریکه کار کوو چې ددغې ګوند مالي مرستې اتړو. دوي سره د بهر نه ملګري کیدونکي جنګیالي اودروو. چې مونږ اسلام سټېټ ته دا بنیادي څیزونه اودروو نو دا به پخپله ختمېږي.

خو د ترهګرۍ ماهر ګریګ بارټن څوک چې د اسټریلیا په موناش یونېورسټۍ کې سنټر فار اسلام اینډ ماډرن ورلډ مشري هم کوي. واېي پدغه سیمه کې چې څنګه څنګه د اسلامک سټېټ سره نور جنګیالي یوځاېی کیږي نو دوي به نور مظبوطېږي.

دی واېي مونږ ګڼو چې دوي سره به 6 زره جنګیالي په اعراق او هم دغه شان به شام کې وي. خو اوس مونږ وینو چې دغه شمیره په زیاتیدو ده. مونږ دا هم وینو چې په تیرو څو هفتو کې دوي له ګڼ نور جنګیالي هم راغلي دي. او دوي په مقامي توګه هم خلک اخلي. او داسې ښکاري چې د دوي شمیره د لسو زرو نه سوا کیدې شي.

ښاغلې بارټن واېي د خبریال فولې دغه د ظلم ډکه وژنې مقصد غربي هیوادونه په قهر کول او دوي دی ته راپارول دي چې ددوي د سني تندروه ډلې پرضد سخت عملیات اوکړي او بیا به دغه ډله د ځان سره نور ملګري پدی نعره شاملوي چې ګنې غربي هیوادونه د اسلام سره په جګړه دي. د هغه په وینا تر اوسه پورې غربي ځواب جذباتي نه دی.

سره ددی چی د اسلامک سټېټ تندلارو دا دهړکه ورکړی چې په خپله قبضه کې موجود بل خبریال سټېون سولوف به وژني که چری په اعراق کې په دوي هواېي بریدونه اوشول. خو تیره ورځ هم په اعراق کې ددغه تندروه ګوند پر ضد هواېي بریدوه جاري وو. او د موصل د ډیم سره نژدی د اسلامک سټېټ ۱۴ ځایونه په حدف شوي وو. تیره ورځ بیا د کونسل آن فارن رېلېشنز د قامي سلامتیا ماهر مېکس بووټ په خپل یو مضمون کې لیکلي اوس یوه داسې پالېسي پکار ده چې د اسلامک سټېټ جرړې ختمې کړي. هغه وېلي پدغه کار کې به هواېي بریدونه، په زمکه د زرو پورې امریکاېي صلاحکارانو او خصوصي دستو په شام او اعراق کې د ځواکونو سره شریک عملیات پکار وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG