لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما شام کې د امریکائي صحافي د وژنې غندنه کړې ده


فولي د کال ٢٠١٢ د نومبر په میاشت شام کې بې درکه شوی وو
فولي د کال ٢٠١٢ د نومبر په میاشت شام کې بې درکه شوی وو

شام کې د امارت اسلامي وسله والو د یو امریکائي صحافي د سر قلم کیدلو ویډیو جاري کړی دی او امریکائي چارواکو د ویډیو د تصدیق کړی چې دا صحیح دی.

واشنگټن کې صدر براک اوباما د جیمز فولي د سر قلم کیدو په هکله ویلي ټوله نړۍ د هغه په وژنه غژنه ده.

براک اوباما وویل جیمز فولې په داسې حال ونیول شو کله چې هغه شام کې د خانه جنگۍ رپورټنگ کولو. هغه زیاته کړه د ۴٠ کلن جیمز فولي نیول کیدلو د ټولې نړۍ ضمریر ولړزولو.

صدر اوباما وویل د اسلامې امارت وسله والو په کلیو او ښاریو حملې کړې دي او په بزدلانه تشدد کې يي معصوم شهریان وژلې. هغه زیاته کړه د ايي ایس وسله والو زنانه او ماشومان تښتولې او هغوي يي د تشدد او جنسي زیاتي سره ښکار کړې دي.

امریکائي صدر وویل د نړۍ د ائنده تشکیل لکه د جیمز فولې په رنگ خلک کوي نه چې د هغه قاتلان.

براک اوباما دا خبره تکرار کړه چې امریکا به په خپله تگ لاره ولاړه وي.

وسله والو ویلي د جمیز فولي د وژنې ویډیو يي عراق کې د امریکې مداخلت ودرولو دپاره جاری کړې دی.

دجیمز فولي مور ډائین د امارت اسلامي په وسله والو غږ کړی چې خپله ولکه کې نورو بندیوانو ته دې زیان نه رسوي ځکه چې دوي بې گناه دي او عراق او شام کې د امریکي حکومتي تگ لارې سره هیڅ تعلق نه لري.

په فیس بک شائع شوې خپل پیغام کې ډائین وویل د هغې زوي نړۍ ته د شام د اولس تکلیفونه څرگندولو په لړ کې خپل ژوند ورکړو.

په ویډیو کې وسله والو ویلی ددوي په ولکه کې یو بل امریکائي صحافي هم دی.ددغه خبریال نوم سټیون سوکولوف ښودل کیږي. وسله والو ویلي د سوکولوف ژوند دې ته اړتیا لري چې صدر براک اوباما څه رنگ تگ لاره اختیاروي.

ددې میاشت په شورو کې صدر براک اوباما عراق کې د امارت اسلامي وسله والو خلاف د هوائي بمبارۍ حکم وکړو. د ډلې وسله والو عراق کې او شام کې په پراخه کچه سېمې نیولې دي.

فولي د کال ٢٠١٢ د نومبر په میاشت شام کې بې درکه شوی وو. سوکولوف تیر کال د جولائي په میاشت کې بې درکه شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG