لاس رسیدونکی لینک

د امریکې په سپریم کورټ هیواد کې د ۴٠ لکه غیرقانوني مهاجرینو مقدمه


مقدمې د اورنې نه وړاندې د سپریم کورټ بهر د مظاهره کونکو عکس

د امریکې سپریم کورټ د صدر براک اوباما د امیگریشن په هکله د صدارتي حکم نامې په لړ کې د یوې مهمې مقدمې اورنه د گل، یک شنبې، په ورځ شورو کړه. د صدر ددغه حکم تر مخه په امریکا کې میشته ۴٠ لکه داسې خارجیانو ته په هیواد کې په عارضي توگه د اوسیدو اجازت ورکړی شو چې سفري دستاویزات يي نه لرل.

په کال ٢٠١۴ د صدر اوباما د حکم نامې یا ایگزیکیټیو ایکشن د لاندې د هغه خارجیانو ډي پورټیشن یا بې دخلي وځنډولی شوه د چا بچي چې د امریکې شهریت لري خو پخپله په امریکا کې په غیرقانوني توگه ژوند کوي یا دلته د پاتیکیدو دستاویزات نه لري او یا په ماشوم والي کې په غیر قانوني توگه امریکې ته راوستل شوي دي.

د صدر اوباما د حکم په اړه مقدمه ټیکسس ریاست سپریم کورټ ته راوړې ده چې پکې د عدالت نه په دې ټکو د غور غوښتنه شوي چې ایا د امیگریشن په اړه د صدر دغه حکم نامه د ائین سره سمون خوري او که نا؟ آیا صدر خو د خپلو اخیتاراتو نه تیر شوی نه دی؟ او دا چي ایا صد یوازې په خپل سر د امیگریشن یا د مهاجرت په اړه د قانون سازۍ اخیتار لري؟

د ټیکسس نه علاوه ٢٥ نورو ریاستونو هم په دې اړه لکه د ټیکسس په رنگ سپریم کورټ ته مقدمې راوړې دي او د ټیکسس په مقدمه فیصله به په دغه نورو مقدمو هم اثر غورځوي.

حکومتي وکیلان به د صدر اوباما د گام دفاع کوي او دا دلیل به وړاندې کوي چې د امیگریشن قانوانینو د عملدارۍ دپاره وفاقي حکومت اختیارات لري چې اقدامات پورته کړي.

XS
SM
MD
LG