لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي سفير وايې د پاکستان ټولو سيمو کې د قانون د واکمنۍ ملاتړ کوؤ


رچرډ اولسن وويل ، د پاکستان په هغو سيمو کې هم د قانون عملداري په ځايې کول غواړي چرته چرته چې غېر رياستي عناصر شتون لري
رچرډ اولسن وويل ، د پاکستان په هغو سيمو کې هم د قانون عملداري په ځايې کول غواړي چرته چرته چې غېر رياستي عناصر شتون لري

پاکستان کې د امريکې سفير رچرډ اولسن وئيلي د پاکستان په ټولو برخو کې د حکومتي عملدارۍ په ځائې کولو کې امريکا د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي ، خو نوموړي وئيلي د دغې مقصد ترلاسه کېدو دپاره تگ لاره جوړول هم د پاکستان کار دی .

پاکستان کې د امريکې سفير رچرډ اولسن وئيلي د پاکستان په ټولو برخو کې د حکومتي عملدارۍ په ځائې کولو کې امريکا د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي ، خو نوموړي وئيلي د دغې مقصد ترلاسه کېدو دپاره تگ لاره جوړول هم د پاکستان کار دی .
د پاکستان سرکاري ميډيا سره مرکه کې رچرډ اولسن وويل ، د پاکستان په هغو سيمو کې هم د قانون عملداري په ځايې کول غواړي چرته چرته چې هغه غېر رياستي عناصر شتون لري کوم چې د امريکې او پاکستان د شريکو گټو مخالف دي .
ولې رچرډ اولسن زياته کړې د دغې کارترسره کېدو دپاره دې کومه لار احتيار کړی شي ، دا پرېکړه دې پاکستان په خپله وکړي ، ځکه چې دا د پاکستان منځنۍ کشاله ده . او امريکا به په دغې کار کې د پاکستان د هڅو ملاتړ جاري ساتي .
په عېن حال کې د پاکستان حکومت وسله والو طالبانو سره د امن خبرواترو دپاره يوه څلور کسيزه کميټي جوړه کړې ، اود حکومت مذاکراتي کميټۍ په دغې لړ کې کار هم پېل کړی دی .
د امريکې سفير رچرډ اولسن په دغه مهال دا هم وويل ، امريکا به د افغانستان نه د خپلوځواکونو د ويستو وروستو هم پاکستان يواځې نه پرېږدي ، او زياته يې کړه چې د ۱۹۹۰ په لسيزه کې چې د افغانستان په اړه کومې خطايي شوي امريکا او نړيواله ورورولي به بيا هغه غلطۍ نه کوي .
هغه د دواړه هېوادونو امريکې او پاکستان ترمينځه د اړيکو ټينگولو او په ځانگړې توگه پاکستان ته دتوانائې په مد کې د امريکې د مرستې يادگېرنه وکړه او زياته يې کړه ، چې د امريکې په مرسته د توانائي د ترسره شوؤ منصوبو له کبله د پاکستان په قامي گرډ کې زر مېگاواټه بجلي شامل شوې ده .
ياده دې وي د امريکې او پاکستان ترمنځه د وزيرانو په کچه د اوږدې مودې دوه اړخيزه سټراټيجيکي مذاکرات تېره اوونۍ په واشنگټن کې ترسره شو ، او په هغې کې هم امريکې پاکستان ته د توانائې ، دفاع او معيشيت په مد کې د مرستې باور ورکړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG