لاس رسیدونکی لینک

د امریکې قامي فټ بال مقابله نیوانگلینډ پیټریاټس وگټله


د اتوار په ورځ شوي مقابله کې د سیاټل سي هاکس کوشش وو چې خپله برتري برقرار وساتي خو کامیابي يي ترلاسه نه شوه. سیاټل سي هاکس تیر کال سپر بول گټلی وو. کال ٢٠٠۴ او ٢٠٠٥ کې نیوانگلینډ پیټریاټس پرله پسې د سپر بول مقابلې گټلې وي

د امریکې نیشنل فټ بال لیگ سالانه سپر بول مقابله نیوانگلینډ پیټریاټس وگټله. نیوانگلینډ پیټریاټس د سیاټل سي هاکس د ٢۴ په مقابله کې ٢٨ گولونه وکړل او دا رنگ يي په ١۴ کلونو کې په وړمبې وار د این ایف ایل اعزاز ترلاسه کړو.

د سپر بول مقابله د اتوار په ماښام ایریزونه ریاست کې وشوه.

لکه څه رنگ چې پاکستان یا هندوستان کې د کرکټ ورلډ کپ فائنل یا نورې مقابلې ډیرې په دلچسپۍ کتلی کیږي هم دغه رنگ امریکایان د نیشنل فټ بال لیگ سپر بول مقابله ډیره په شوق او دلچسپۍ گوري.

د لوبې شوقیان په کورونو او هوټلونو کې یوځائې شي، کورونو کې خصوصي خوراکونه پخیږي او خپل خپلوان او ملگري یوځائې ‍شي او د سپر بول مقابله په ټیلې وژن گوري. په سټیډیم کې د سپر بول مقابله کتلو دپاره ټیکټونه ډیر په گرانه بیعه خرڅیږي.

د سپر بول مقابلې د امریکې په ټولنیز ژوند کې لکه د یوې ثقافتي دستورې او د خوشحالۍ د خصوصي موقعې رنگ خپل کړی دی.

د سپر بول په موقع مختلفې کپمنۍ د خپلو مصنوعاتو خصوصي اشتهارونه تیاروي چې ورسته پرې تبصرې کیږي چې د کومې کمپنۍ اشتهار څه رنگ، ښه وو او که بد؟

د اتوار په ورځ شوي مقابله کې د سیاټل سي هاکس کوشش وو چې خپله برتري برقرار وساتي خو کامیابي يي ترلاسه نه شوه. سیاټل سي هاکس تیر کال سپر بول گټلی وو. کال ٢٠٠۴ او ٢٠٠٥ کې نیوانگلینډ پیټریاټس پرله پسې د سپر بول مقابلې گټلې وي.

XS
SM
MD
LG