لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې ځانگړی استازی ډېن فيلډمېن د پاکستان او چين دوره کوي


اسلام اباد کې د دوه ورځو تېرولو وروستو به د امريکې ځانگړی استازی د زيارت په ورځ چين ته سفر کوي .
اسلام اباد کې د دوه ورځو تېرولو وروستو به د امريکې ځانگړی استازی د زيارت په ورځ چين ته سفر کوي .

د امريکې د محکمه خارجه لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د پاکستان او افغانستان دپاره د امريکې ځانگړی استازی ډېن فيلډمېن به خپله څلور ورځنۍ دوره کې د پاکستان او چين د چارواکو سره ويني ، او د چين د چارواکو سره به د افغانستان سره اړونده په مختلفو امورو خبرې اترې کوي .

په واشنگټن کې د محکمه خارجه لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي ، ډېن فيلډمېن به د نهې په ورځ اسلام اباد ته ورسي ، او هلته به د حکومتي او پوځي چارواکو سره د ليدو نه علاوه د مدني ټولنې سره هم ملاقاتونه کوي .

اسلام اباد کې د دوه ورځو تېرولو وروستو به د امريکې ځانگړی استازی د زيارت په ورځ چين ته سفر کوي ، او هلته به د " هارټ آف ايشيا " د سرخط لاندې جوړه غونډه کې گډون کوي .

د دغې غونډې مقصد د علاقايي هېوادونو او نړيوالو قوتونو لخوا د افغانستان دپاره د سياسي ، امنيتي او اقتصادي مرستو سېوا کولو د امکاناتو او موقعو جائزه اخيستل دي .

د بيان ترمخه غونډه کې د گډون دپاره به د امريکې د اعلي کچې يو پلاوی هم بيجنگ ته ځي .

د امريکې د محکمه خارجه په بيان کې وئيل شوي ، ډېن فيلډمېن به د بيجنگ په سفر کې د چين د حکومتي چارواکو سره ليدل کوي ، او د افغانستان په حالاتو به ورسره خبرې اترې کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG