لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې بمبار هوايي جهازونه جنوبي کوریا ته رسیدلې دي


د شمالي کوریا د مزایل د ازمایني تصویز
د شمالي کوریا د مزایل د ازمایني تصویز

د جمعې په ورځ د شمالي کوریا د پنځیمې ایټمي ازمویني په جواب کې امریکا دوه بي ون بمبار جهازونه جنوبي کوریا ته لیږلې دي دا په داسې مهال چې په سول کې امریکايي او د جنوبي کوریا سفارتکارانو د شمالي کوریا په اړه خبرې اترې وکړې.

د اوږدې فاصلې بمبار جهازونو د جنوبي کوریا د اوسان هوايي مرکز سره په ټیټ ډول پروازونه وکړل. دغه هوايي مرکز د ډي ملیټرایزډ زون یا د شمالي کوریا د سرحد نه ٧٧ کلومیټره لرې پروت دی.

داسې څرگندیږي چې د جمعې په ورځ د شمالي کوریا د پنځمې ایټمي ازمایني په جواب کې امریکا او اتحادي هیوادونه د شمالي کوریا خلاف نور سخت اقتصادي بندیزونه لگونکې دي.

د شمالي کوریا د تگ لارې دپاره د امریکې خصوصي استازي سونگ کیم او د شمالي کوریا دچارو دپاره د جنوبي کوریا خصوصي سفارتکار کیم انگ کیون په سول کې یو مشترکه خبري کانفرنس په مهال د اقتصادي بندیزونو دلارې د شمالي کوریا د زورولو په ضرورت زور واچولو.

په دې موقع د جنوبي کوریا استازي وویل امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا خلاف گڼ مشیر اقدامات پورته کول غواړي چې پکې سختې اقتصادي پابندۍ، د ملگرو ملتونو په امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل کې اقدامات، او په نړي واله کچه د شمالي کوریا خلاف فشار زیاتول شامل دي.

شمالي کوریا تر دا وخت پورې د نړي وال فشار او د ملگرو ملتونو د بندیزونو څه ډیره پروا نه ده کړې او د مارچ په میاشت کې يي څلورمه ایټمي ازموینه وکړه. په تیرو شپږو میاشتو کې پیانگ یانگ د وسلو جوړولو خپل کوښښونه گړندې کړې دي، شل د مزایلو تجربې يي کړې او د یو کال دننه يي دوه ایټمي چاودنې کړې دي.

ددې پرته چې بندیزونو د شمالي کوریا رویه نه ده بدله کړې خو د سول په خبري کانفرنس کې امریکايي استازي وویل قدغنونو په نړي واله کچه مالي وسایلو ته د پیانگ یانگ د رساي مخه نیولې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG