لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو امريکائي عسکر خوشی کړی


د امريکې صدر باراک اوباما د خالي په ورځ اعلان کړی چې طالبانو تښتولی امريکايي عسکر برگډال اخر چې ازاد شو ، په دغه مهال نوموړي سره د برگډال مور پلار هم موجود ؤ .
د امريکې صدر باراک اوباما د خالي په ورځ اعلان کړی چې طالبانو تښتولی امريکايي عسکر برگډال اخر چې ازاد شو ، په دغه مهال نوموړي سره د برگډال مور پلار هم موجود ؤ .

د افغانستان طالبانو د کيوبا په گوانتاناموبی زندان کې د خپلو پينځه بنديانو خوشي کولو په بدل کې امريکايي عسکر بوو برگډال د خالي په ورځ خوشی کړی دی . بوو برگډال يواځينی امريکايي عسکرؤ ، چې پينځه کاله وړاندې طالبانو د افغانستان په ختيز کې نيولی او هغويې سره په بند کې ؤ .
د امريکې صدر باراک اوباما د خالي په ورځ اعلان کړی چې طالبانو تښتولی امريکايي عسکر برگډال اخر چې ازاد شو ، په دغه مهال نوموړي سره د برگډال مور پلار هم موجود ؤ .
باراک اوباما د امريکايي عسکر د خوشي کولو په لړ کې د کردار ادا کولو په سر د قطراو افغانستان د حکومتونو شکريه هم ادا کړې ده .
د امريکايي چارواکو په وينا ۲۸ کلن امريکايي عسکر سارجنټ بوو برگډال په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته حواله کړی شوی ، او هغه صحت مند دی .
راپورونه وايي امريکايي عسکرپه جرمني کې د امريکا پوځي روغتون ته ليږل شوی او د هلته نه به د طبي معائنې وروستو امريکې ته ولېږل شي .
بلخوا ته راپورونه وايي چې د کيوبا د گوانتاناموبی زندان څخه پينځه بنديان هم خوشي کړی شوي او د قطر حکومت ته سپارل شوي دي .
صدر باراک اوباما مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي د قطر حکومت ورته باور ورکړی چې هغه به زمونږ د قامي گټو د حفاظت دپاره گامونه پورته کوي .
راپورونه وايي د گوانتاناموبی څخه خوشي کړی شوي پينځه بنديان سينئر طالب جنگيالي دي ، او په دغه لړ کې د شوي لوظنامنې لاندې به هغوي يو کال د قطر څخه بهر نه شي پرېښودی .
امريکايي عسکر برگډال د جون په ۳۰م نيټه کال ۲۰۰۹م کې د افغانستان په ختيز کې وسله والو طالبانو تښتولی ؤ ، او بيا يې وخت په وخت د هغه ويډيو هم جاري کړې وې .
طالبانو سره په بند کې د يواځيني امريکايي عسکر د خوشي کولو دپاره د طالبانو او امريکايي حکومت ترمينځ بلواسطه مذاکرات روان ؤ ، چې څو ځله بيا ځنډيدلي هم ؤ .
د امريکايي چارواکو په وينا د تښتول شوي عسکر د خوشي کيدو دپاره امريکا کله هم نيغ په نيغه د طالبانو سره مذاکرات نه دي کړي ، بلکې په دغې لړ کې ټولې خبرې د قطر د حکومت د لارې شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG