لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د داعش پرضد عملياتو کې يو امريکايي پوځي وژل شوی


افغانستان کې د داعش پرضد عملياتو کې يو امريکايي پوځي وژل شوی
افغانستان کې د داعش پرضد عملياتو کې يو امريکايي پوځي وژل شوی

د امريکې پوځي چارواکي وايي ددوي يو عسکر په افغانستان کې د داعش پرضد روانو عملياتو کې وژل شوی-

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په مشرۍ کې د تربيتې قواؤ ترجمان او د امريکې د سمندري ځواکونو کېپټن بل سېلوېن مطبوعاتو ته ويلي امريکايي پوځي د خالي په ورځ ناوخته د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د داعش خراسان نومې وسله والې ډلې په ضد د عملياتو په وخت وژل شوې دی-

د داعش خراسان نومې ډله په افغانستان، پآکستان او د جنوبي اېشيا په نورو برښو کې فعاله ده

رآېټرز خبري ايجنسي وايي وژل شوې امريکايي پوځي د خصوصي عسکرو غړی دی

د رپورټونو ترمخه دا په کال 2017م په افغانستان کې د امريکې لومړی وژل شوی پوځي دی

د افغانستان ننګرهار ولايت د پاکستان سره په پوله پروت ولايت دی د دغې ولايت په اچين او نازيان اولس واليو کې د داعش وسله واله ډله فعاله ده چې په ضد يي د امريکايي ځواکونو په مرسته افغان عسکر څو وارې عمليات کړي -

د امريکا د دفاع د وزارت ترمخه په افغانستان کې د کال 2001 رهسې روانه جګړه کې تر اوسه 2387 امريکايي پوځيان وژل شوي او د 20 زرو نه زيات نورژوبل شوي

ددې ترڅنګ 1173 د امريکې غېر پوځي کارکونکو يا کنټريکټرانو هم په افغانستان کې په روانه جګړه کې ژوند د لاسه ورکړې

امريکا په افغانستان کې خپله وسله واله مبارزه کال 2014 م کې پاې ته رسولې او خپل زيات تره پوځيان يي واپس راويستلي

په افغانستان کې دا وخت د امريکې 8400 پوځيان مېشت دي چې د افغان عسکرو د تربيت يا روزنې دندې تر سره کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG