لاس رسیدونکی لینک

په امریکا کې په ٩٩ کلونو کې په وړمبي ځل د لمر مکمل تندر ولیدل شو


د اوریگن ریاست بگ سمټ ایکلیپس نومې ځای دی چرته چې په سلگونو خلک لمر د تندر لیدلو دپاره جمع شوي دي

په گرده امریکا کې په تیرو ٩٩ کلونو کې په وړمبي ځل د گل، دوشنبې، په ورځ د لمر مکمل تندر ولیدل شو.

د هیواد په مختلفو برخو کې په میلینونو خلکو په خپلو سترگو، په ټیلي وژن سکرینونو او په انټرنیټ د لمر د مکمل تندر ننداره وکړه.

د سماجي رابطو په ویب پاڼو او ټیلي وژنونو د لمر د تندر نیولو نظارې په ژوندۍ بڼه وښودل شو.

د لمر تندر شروع د اوریګان ریاست د پیسفک سمندر د ساحل نه وشوه. ددې ورسته دا د جنوبي کیرولاینا د اټلانټک سمندر ساحله پورې روان شو. ددې ورسته به دا تندر د امریکا په مرکزي برخو کې هم لیدل کیږي.

په تیرو ۳۸ کالو کې دا لومړی ځل و چې په مرکزي امریکا کې په مکمله توګه لمر تندر ونیولو.

هم دغه شان د کال ۱۹۱۸م راهسې دا لومړی ځل دی چې د امریکا د پیسفک سمندر د ساحل نه ترد اټلانټک سمندر د ساحله پورې د لمر مکمل تندر ولیدل شو.

٩٩ کاله وړاندې د امریکا د واشنګټن ریاست نه تر فلوریډا پورې هم لمر د تندر نیولو له وجې سوری یا تیاره خوره شوي وه.

لمر تندر هله نیسي کله چې په خپل گردش کې سپوږمۍ د ځمکې او د لمر تر مېنځه ورشي. په انگریزۍ کې دې عمل ته سولر ایکلیپس وايي یا د لمر تندر نیول. په ګرده نړۍ کې د یو نه تر دریو کالو په موده کې سپوږمۍ د ځمکې او لمر ترمینځه راځي خو زیات تره دا د سمندرونو دپاسه وي نو عام خلک يې په اسانه نه شي لیدلی.

د لمر په مکمله توګه پټیدل (تندر نیول) څه ته واېي؟

لمر هغه مهال په مکمله توګه پټیږي کله چې سپوږمۍ د ځمکې او لمر تر مېنځه په مکمله توګه راشي او د لمر رنړا په مکمله توگه پټه شي. د ځمکې نه به سپوږمۍ د لمر په شان غټه ښکاري که څه هم سپوږمۍ د لمر نه ۴۰۰ ځلې وړه ده خو هم دغه سپوږمۍ په فاصله کې د لمر نه ۴۰۰ ځلې نژدې ده. کله چې دواړه په یو قطار کې شي نو په اسمان په مکمله تیار شي.

دا به چرته کتل کیدی شي؟

د لمر په مکمله توګه پټیدل به په ځېنو برخو کې تر ۱۰۰ کلومیټره پورې لیدل کیږي. خو د دغې نه علاوه به په عارضي توګه د کینیډا نه تر سویلي امریکې پورې کتلی شي.

د ګل د ورځې د لمر پټیدل (تندر نېول) به د اوریګان لینکن ښارنه شورو کیږي او بیا به اېډاهو، مونټانا، وایاومنګ، نبراسکا، ایوا، کینساس، میزوري، ایلیناېز، کینټکي، ټینیسي، جارجیا، شمالي کیرولاینا او جنوبي کیرولاینا پورې وي. په دغو سیمو کې د ټینیسي نېشول ښار، د جنوبي کیرولاینا چارلسټن او د اوریګان سالیم لوې ښارونه هم راځي.

د ایلیناېز ښار کاربنډیل ښار کې به لمر تر ۲ منټه (دقیقو) او ۴۴ سېکنډه پورې په مکمله توګه پټیږي. د اوریګان ایالت په لنکن بیچ ښار کې به دغه تیاره سحر ۱۰:۱۶ بجې شورو کیږياو په چارلسټن کې به د ماسپخین ۲:۴۸ بجې ختمیږي.

د امریکا په کومو برخو کې چې به د لمر پټیدل لیدل کیږي په دغه سیمو کې به نژدې ۱۲ ملینه خلک دغه ویني، او د امریکا د نورو برخو نه هم په ملینونو خلک ددغې کتلو لپاره منځنۍ امریکا ته په سفر دي.

XS
SM
MD
LG