لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ابوبکرالبغدادي  ووژل شو . روس- په خبر شک دی. امريکه


د امريکې د دفاعي چارو څیړنکاران وايي د ابوبکر البغدادي د وژل کیدلو خبر ډیر شکمن دی- د داعش په ضد امريکايي عملیاتود چارو ویاند کرنل اېنډېلېن وايي " امریکه ددغه رپورټونو تصديق نه کوي"

د روس پوځ د جمعې په ورځ ويلي وو د مئ د میاشتې په ورستیو کې د هوايي پوځ په حمله کې د داعش د کمانډرانو په یوه غونډه حمله شوې وه او گمان دی په دغه غونډه کې البغدادي هم ناست ؤ-

دا بیان د روس د دفاع وزارت په فیس بک پاڼه ورکړی دی- رپورټ وايي د داعش په غیر رسمي دارلخلافه رقا کې یوه غونډه روانه وه چې البغدادي هم پکې ناست ؤ-

روس په خپله دغه دعوا کې وايي " د داعش د مشرانو په غونډه په پوې حمله کې دیرش کمانډران او درې سوه وسله وال وژل شوي دي"

د البغدادي د مرگ رپورټ د خالي یا شنبې، په ورځ د شام په حکومتي ټیلي وژن هم نشر شوې ؤ- په برطانیه کې د شام د انساني حقونو ادارې سیرین ابزرویټري فار هیومن رایټس په رقا کې په ورستۍ ورځو کې د سختې هوايي بمبارۍ تصدیق کړی دی-

د سیمې څخه یو رپورټ دا هم وايي د عماق په نوم د داعش خبرې ادارې د یو مړي تصویر ښودلی دی چې د بغدادي په شان ښکاري- خو د داعش د چارو څارونکی یو برطانوي خبریال مایکل سمت ډیوه ریډیو ته اوویل چې د مړي دغه تصویر ېې لیدلی خو گمان نه کوي چې گنې دا البغدادي دی- مایکل وايي خپل دغه ټویټ یی د خلقو لخوا په شکایت ورستو لرې کړی دی-

برطانوي خبریال مایکل سمت ټویټ
برطانوي خبریال مایکل سمت ټویټ

د البغدادي د مرگ رپورټونه ددې نه وړاندې هم څو وارې راغلي خو بیا دروغ غلط ختلي دي-

ARA News
ARA News

ابو بکر البغدادي څوک دی؟

په کال 2014 کې بنیاد پرست مذهبي استاذ ابوبکر البغدادي د عراق په موصل ښار کې د دولت اسلامي یا داعش د خلافت قایمولو اعلان کړې ؤ-

46 کلن ابوبکر البغدادي په عراق او شام کې د داعش مشر دی او ځان د مسلمانه نړۍ خليفه گڼي- د هغه پلویان ورته خلیفه ابراهیم هم وايي – بغدادي امریکې نړیوال ترهګر ګرځولی دی او په سر یې ورله یو کروړ ډالره انعام اېښودی دی.

د جولايي په میاشت کال 2014 کې مطبوعاتو ته په جاري کړې یوه اعلامیه کې بغدادي لویدیځ ،مغرب ته دښمن ويلي وو او مسلمانانو ته یی د وسلې د راوچتولو غږ کړې ؤ- هغه ويلي وو "دوې دې خلافت ته راشي وسله دې راواخلي، ودې جنګيږي".

د بغدادي نوم د خلافت ددغه اعلان نه مخښکې د نړۍ لپاره نااشنا ؤ- د داعش یو ویاند ابواحمد العدناني ویلي ؤ چې د بغدادي خپل نوم ابراهیم بن عواد بن ابراهیم البدري الرضوي الحسېني السمارا دی. په عراق او عرب نړۍ کې د خپل نوم سره د پلار نيکه او قبيلي د نومونو او القابانو تړلو روایت پخوانی دی -

د بغدادي په حقله ځيني مطبوعاتو دا هم ويلي وو چې هغه امریکايي پوځ نیولی ؤ بیا يې عراق ته ورکړی ؤ او په کال 2009م کې خوشی شوی ؤ خو ځيني څیړنکاران وايي هغه هډو نیول شوی نه دی.-

داعش یوه خونکاره ډله

د داعش وسله ډلې په شام ، عراق، او منځني ختيز نه علاوه په اروپا، چين، پاکستان او افغانستان کې هم حملې کړي دي او په گڼ شمېر کې یی عام خلق ، حکومتي چارواکي، خبریالان او ښځې ماشومان وژلي دي- د دفاعي چارو څیړنکاران وايي داعش په وسني دور کې تر ټولو خونکاره وسله واله ډله ده-

داعش وسله واله ډلې په شام او عراق کې د قرنو زمانو تاريخي اثار، لایبریرۍ، عبادتخانې، قبرونو او مزارونو هم تباه کړي دي

په 2015 فرورۍ کې داعش د موسل مرکزي لائیبریري ورانه کړې وه او په زرگونو کتابونه او پخوانۍ قلمي نسخې يي سوځولې وې. رپورټونه وايي د داعش لخوا تاریخ ته دغه تر ټولو زیان رسونکی کار ؤ چې پکې 8000 کتابونه تباه کړی شوي وو. د موسل د لائیبریرۍ تر مخه په لائیبریرۍ کې 112709 کتابونه او نادرې نسخې تباه کړی شوې وې دي-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG