لاس رسیدونکی لینک

امریکائي وسله وال یهودي مرکزونو سره نزدې ٣ کسان وژلې


د وژنو ورسته گلین په یو سکول کې ونیول شو. هغه به د گل په ورځ د قصداً وژنو په الزام عدالت ته وړاندې کولی شي
د امریکې په مرکزي کینسز ریاست کې د دواؤ یهودي مرکزونو سره نزدې ډزو کې درې کسان وژل شوي دي او چارواکې وايي مشکوک حمله کونکی سپین پوستکې نسل پرست کس دی چې د ١٩٨٠ په لسیزه کې ورته د نسلې پرستۍ په سر پنځه کاله د قید سزا ورکړی شوي وه.
٧٣ کلن فریزیئر گلین کراس د کینسز ښار په مضافاتو کې د اتوار په ورځ د یو یهودي مرکز بهر سړی او یو هلک په ډزو ویشتل. ددې ورسته هغه د یهودیانو د سپین ږیرو د استوگنې مرکز سره نزدې یوه ښځه ووژله.
د وژنو ورسته گلین په یو سکول کې ونیول شو. هغه به د گل په ورځ د قصداً وژنو په الزام عدالت ته وړاندې کولی شي.
پولیس لا دا نه دي ویلې چې گنې وژنې د کرکې یا نفرت په بنیاد شوي دي.
صدر براک اوباما او د هغه میرمن مشیل اوباما په وژنو د خفگان څرگندونه کړې ده او زړه دردونکې خفگان يي گرځولی دی.
د ١٩٨٠ په لسیزه کې کراس د سپین پوستکو نسل پرسته تنظیم کو کلس کلین د یوې څانگې او د بل سپین نسلې تنظیم وائب پیټرییټ پارټي مشري کوله. د یهودیانو، تور پوستکو، هم جنس پرستو او سرکاري افسرانو سره د جنگ دړکو په الزام هغه ته پنځه کاله د قیدا سزا ورکړی شوې وه.
د افریقائي امریکنیانو د ویرولو په سره د سدرن پاورټي لا سینټر نومې د شهري حقوقو تنظیم د کراس خلاف مقدمه هم شورو کړې وه خو بیا فریقن د عدالت نه بهردې لوظنامه ته ورسیدل چې د هغه تنظیم به لکه د وسله والې ډلې په توگه کار نه کوي. خو هغه د معاهدې خلاف ورزي وکړه او د عدالت د سپکاوي په سر ورته شپږ میاشتې د قید سزا ورکړه.
کراس چې د گلین ملر په نوم هم یادیږي د سنیټ دپاره هم څو وارې کوششونه کړې وو خو د ناکامۍ سره مخ شو. کال ٢٠١٠ کې د میزوري ریاست نه د سینټ دپاره د خپل مهم په اشتهارونو کې هغه د یهودیانو او نورو اقلیتونو خلاف د نفرت ټکې استعمال کړې وو.
XS
SM
MD
LG