لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سین برنډینو کې د وژل شوو خلکو لواحقینو سره د مسلمانانو مالي امداد


تیره هفته په سین برنډینو کې پاکستانۍ میرمن تاشفین ملک او د هغې خاوند سیدرضوان فاروق په یوه دستوره ناتاره ډزې وکړي او ١۴ کسان يي وژل. ٢١ نور کسان زخمیان شوي وو. د حملې ورسته دواړه ښځه خاوند پولیس سره د ډزو په تبادله کې وژل شو
تیره هفته په سین برنډینو کې پاکستانۍ میرمن تاشفین ملک او د هغې خاوند سیدرضوان فاروق په یوه دستوره ناتاره ډزې وکړي او ١۴ کسان يي وژل. ٢١ نور کسان زخمیان شوي وو. د حملې ورسته دواړه ښځه خاوند پولیس سره د ډزو په تبادله کې وژل شو

د امریکائي مسلمانانو یو تنظیم د کیلیفورنیا ریاست په سین برنډینو ښار کې د پاکسانۍ وسله والې میرمن او هغې د خاوند د لاسه د وژل شوو ١۴ کسانو خپلوخپلوانو سره د مالي امداد مهم شورو کړی دی او تر دا وخت يي د یولاک ډالر نه زیاتې پیسې راغونډې کړې دي.

"مسلمز یونائټډ فار سین برنډنیو" په نوم په انټرنیټ د مالي امداد مهم هم په دغه ښار کې میشته ډاکټر فیصل قاضي شورو کړی دی. چنده په انټرنیټ د یو ویب سائټ دلارې ورکړی کیږي چې په امریکا کې دننه او په خارجي هیوادونو کې مسلمانانو دپاره خدمات ترسره کوي.

طارق المسیدي د مالي امداد د راجمعه کولو مهم یو چارواکی دی، وايي یو مقصد يي دا هم دی چې نور اولس ته وښائي مسلمانان هم د امریکائي ټولنې فعاله غړي دي او خپل کردار پکې ادا کوي.

تیره هفته په سین برنډینو کې پاکستانۍ میرمن تاشفین ملک او د هغې خاوند سیدرضوان فاروق په یوه دستوره ناتاره ډزې وکړي او ١۴ کسان يي وژل. ٢١ نور کسان زخمیان شوي وو. د حملې ورسته دواړه ښځه خاوند پولیس سره د ډزو په تبادله کې وژل شو.

امریکائي مامورینو د سین برنډینو واقعه د ترهگري ټاکلې ده. تحقیق کاران وايي د تاشفین ملک او سیدرضوان فاروق د کور نه ١٢ دیسې بمونه هم ترلاسه شوي دي او دواړو په ټوپک د ښیښ مارۍ مشقونه هم کول.

د تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي مامورین وايي د حملې وړاندې تاشفین ملک په فیس بک په خپله پاڼه باندې داعش وسله والې ډلې سره د ملاتړ اظهار کړی وو او دوه کاله مخکې، سیدرضوان فاروق سره د واده نه وړاندې، يي د شهادت او جهاد ‏خبرې يي د یو بل سره کړې وې.

د سین برنډینو د پیښې ورسته د امریکائي مسلمانانو په ټولنو کې تشویش راپورته شوي چې خلاف به يي انتقامي حملي وشي.

د پېښې ورسته صدر براک اوباما قام ته خصوصي وینا کې خبرداری کړی چې د مذهبي تعصب او کرکې نه دې ډډه وکړی شي. هغه وویل دواړه حمله کونکو د اسلام بې لارې تشریح خپله کړې وه.

په سین برنډینو کې په حمله کې د وژل شوو خلکو خپلو خپلوانو سره د مالي امداد مهم وړمبی په مقامي توگه شورو کړی شوی وو خو خلکو لخوا په مرسته کې دلچسپۍ په وجه ورته قامي شکل ورکړی شو او د مسلمانانو نورو گڼو تنظیمونو ورته په خلاص زړه چندې ورکړې دي. تر دا وخت دې مهم کې ١٧٥٠٠٠ ډالر جمع شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG