لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس: صدر ټرمپ په روس د بندیزونو حمایت کوي


پر روسیه نوي لګیدلي بندیزونه د امریکا تیر کال نومبر د میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسې مشکوکو لاسوهنو له امله دي خو روسیه تل دا تورونه ردوي چې ګواکي د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې
پر روسیه نوي لګیدلي بندیزونه د امریکا تیر کال نومبر د میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسې مشکوکو لاسوهنو له امله دي خو روسیه تل دا تورونه ردوي چې ګواکي د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي د کانګرس له خوا پر روسيې، ایران او شمالي کوریا د نوي لګیدلي بندیزونو حمایت کوي او په دې اړه به قانون زر تر زره لاس لیک کړي.

وايټ هاوس یا سپینې ماڼۍ ویلي چې صدر ټرمپ په روس د بندیزونو قانون د ویټو یا د ردولو نیت نه لري.

د جمعې په شپه په یوې اعلامیې کې وايټ هاوس وویل چې ډونلډ ټرمپ د دې مصوبې د ویټو کولو نیت نه لري چې د کانگرس د استازو او سینټ په اکثریت منظوره کړې ده او تر دې د مخه یو شمیر رسنیو د کانگرس د دې پریکړې د ویټو کولو امکان څرګند کړی و.

پر روسیه نوي لګیدلي بندیزونه د امریکا تیر کال نومبر د میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسې مشکوکو لاسوهنو له امله دي خو روسیه تل دا تورونه ردوي چې ګواکي د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې.

رسنۍ وايي اوس پر روسیې د نویو بندیزونو د لاسلیک له هوکړې سره به د امریکا او روسیې اړیکي لا نورې هم لانجمن پړاو ورننوځي. ځکه چې روسیې هیله درلودل چې د ډونلډ ټرمپ په دوره کې به د دواړو هیوادونو اړیکې ښې شي او د پخوانیو حکومتونو له خوا پرې لګيدلي بندیزونه به لرې شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG