لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې د روس خارجه وزیر سره ولیدل


د جنورۍ په میاشت کې صدارت ترلاسه کولو ورسته دا وړمبی ځل وو ډانلډ ټرمپ یو لوړ رتبه روسي سفارتکار سره نیغ په نیغه ولیدل
د جنورۍ په میاشت کې صدارت ترلاسه کولو ورسته دا وړمبی ځل وو ډانلډ ټرمپ یو لوړ رتبه روسي سفارتکار سره نیغ په نیغه ولیدل

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چارشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د روس خارجه وزیر سرگی لاو رو سره ولیدل.

د جنورۍ په میاشت کې صدارت ترلاسه کولو ورسته دا وړمبی ځل وو ډانلډ ټرمپ یو لوړ رتبه روسي سفارتکار سره نیغ په نیغه ولیدل. سرگی لاو رو وایټ هاوس ته په هغه خصوصي دروازه داخل کړی شو چرته چې خبریالانو ته د تگ اجاز نه وي.

د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن امریکې ته په راتگ د خپل روسي هم منصب هرکلی وکړو. دواړه مشران به په گڼ شمیر نړي والو موضوعاتو خبرې اترې کوي چې پکې د شام او یوکرین په مسلو د دواړو هیوادونو اختلافات هم شامل دي.

ټیلرسن خبریالانو ته وویل سرگی لاو رو سره به هغه مذاکرات په وړاندې بیايي چې په ماسکو کې يي د سر ټکی ایښودی و.

ټیلرسن تیره میاشت په ماسکو کې د سرگی لاو رو سره په ماسکو کې خبرې اترې کړې وې، په داسې حال کې چې د امریکې او روس ترمنځ په شام باندې د امریکې د بمبارۍ په سر تاو تریخوالي کې شدت راغلی و

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG