لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رېکس ټېلرسن: په یوکراین کې د روس جارحیت د واشنگټن او د ماسکو په تعلقات کې خنډ دی


 ریکس ټېلرسن د صدر ولادېمیر پوټن سره په یوه غونډه کې
ریکس ټېلرسن د صدر ولادېمیر پوټن سره په یوه غونډه کې

د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن ویلي امریکا او یورپي اتحادیان د بیا سرراپورته کونکي روس د خطر نه خبر دي او په دې لړ کې واشنگټن د یورپ د دفاع لپاره اقدامات کړې دي.

ښاغلي ټېلرسن دغه خبرې په داسې مهال کړي چې څو ورځې ورسته هغه د نیټو او په یورپ کې د امن او همکارۍ تنظیم اوی ایس سي ايي د خارجه وزیرانو سره لیده کاته لپاره یورپ ته تلونکی دی.

په واشنگټن کې د څېړنې ادارې وډ رو وېلسن سېنټر کې د نهې، سه شنبې، په ورځ وینا کې رېکس ټېلرسن وویل په یوکراین کې د روس جارحیت د واشنگټن او د ماسکو په تعلقاتو کې یو مستقل خنډ دی.

"ترڅو مونږ د یوکریان مسله نه وي حل کړي، زمونږ تعلقات د معمول کچې ته نشي راتللی،" ښاغلي ټېلرسن وویل.

"تر هغه وخت پورې به د (یوکراین) د جگړې حل د قبلولو وړ نه وي ترڅو په دې کې د یوکراین ازادي، خودمختاري او علاقيي یوالی نوي شامل،" د امریکې خارجه وزیر یا سېکریټري اف سټېټ زیاته کړه. هغه دا خبره واضحه نه کړه چې ایا امریکا به یوکراین ته دفاعي وسله ورکوي او که نا؟

په کال ٢٠١۴ کې روس پلوه بېلتون خوښو په مشرقي یوکراین یرغل وکړو او روس په کرایمیا قبضه وکړه. د روس صدر ولادیمیر پوټن ویلي روس په یوکراین کې د روسي ژبه ویونکو د تحفظ په خاطر یوکراین کې مداخلت وکړو. روس دا خبره ردوي چې روس د یورپ په سیاست او انتخاباتو کې لاس وهنه کوي.

کرټ وولکر په یوکراین کې د مذاکراتو دپاره د امریکې خصوصي استاز دی، وی او ای ته یې په یوه مرکه کې ویلي دا خبره چې یوکراین ته د امریکې د وسلې ورکولو په ترڅ کې به روس راوپاریږي او نور به هم زړه ور شي، بېخي غلطه ده.

هغه وویل روس د وړاندې نه په یوکراین کې درنه وسله پرځای کړی ده او د ټول یورپ د اجتماعي ټینکونو نه زیات ټینکونه روس په یوکراین کې پرځای کړې دي.

په واشنگټن کې د امریکن فارن پالېسي کاونسل څیړنکار سټیون بلینک هم ددې خبرې تاید کوي چې امریکې دې یوکراین ته وسله ورکړي. هغه وايي ددې په نتیجه کې به د روس پرضد د نېټو او د یورپ مزاحمت نور هم مضبوط سخت شي. هغه وویل یوکراین ته د وسلې ورکولو په نتیجه کې به روس کییو ته نورې دړکې نشي ورکولی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ خپله وینا کې رېکس ټېلرسن وویل روس په انټرنېټ حملې، د اطلاعاتو دلارې جنگ او د شام صدر بشارالاسد د ملاتړ غوندې د بې ثباتۍ اقداماتو ته دوام ورکړی دی. هغه زیاته کړه بشارالاسد د خپل ولس خلاف کیمیاوي وسلې استعمال کړې دي.

ټېلرسن وویل صدر ټرمپ یورپي هیوادونو سره د شریکو پوځي مشقونو او د یورپ دفاع مضبوطولو لپاره د څلور اشاریه اته ارب ډالرو مالي وسایلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ټېلرسن د شمالي کوریا د مزایلو د ازموینو غندنه وکړه او وې ویل دا د نړۍ امن د خطر سره مخامخ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG