لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په روس د امریکا او یورپي اتحاد ممکنه پابندۍ


د امریکا صدر براک اوباما د اتوار په ورځ د روس صدر ولادیمیر پوټن ته ویلي امریکا او یورپي اتحادیان يي تیار دي چې یوکرین کې د بیلتون د ووټ د ملاتړ په سر د ماسکو خلاف گامونه پورته کړي او روس د خپل تگ لارې قیمت ادا کولو ته تیار کړي
د امریکا صدر براک اوباما د اتوار په ورځ د روس صدر ولادیمیر پوټن ته ویلي امریکا او یورپي اتحادیان يي تیار دي چې یوکرین کې د بیلتون د ووټ د ملاتړ په سر د ماسکو خلاف گامونه پورته کړي او روس د خپل تگ لارې قیمت ادا کولو ته تیار کړي
د یوکرین جزیره نما کرائمیه کې روس سره د الحاق ریفرنډم د ملاتړ په سر امریکا او پورپی اتحادیانو په ماسکو د گل په ورځ د پابندیو اعلانولو امکان څرگند کړی دی.
سپېنې ماڼۍ ویلي د اتوار په ورځ شوی ریفرنډم غیرقانوني دی او د یوکرین د ائین خلاف ورزي کوي. سپېنې ماڼۍ ویلې امریکا او نړي واله ټولنه به هیڅ چرې هم ریفرنډم تسلیم نه کړي.
د امریکا صدر براک اوباما د اتوار په ورځ د روس صدر ولادیمیر پوټن ته ویلي امریکا او یورپي اتحادیان يي تیار دي چې یوکرین کې د بیلتون د ووټ د ملاتړ په سر د ماسکو خلاف گامونه پورته کړي او روس د خپل تگ لارې قیمت ادا کولو ته تیار کړي.
د کرائمیه د انتخاباتو مشر د گل په ورځ ویلي ٩٧ فیصد ووټ اچونکو د کرائمیه د بیلتون او روس سره د الحاق په حق کې رائې ورکړې دي. د ریفرنډم مخالفینو ته ویل شوي وو رائې ورکولو نه دي بائیکاټ یا ډډه وکړي.
د کرائمیه روس پلوه مشر سرگی اکسینو اعلان کړی د گل په ورځ به په رسمي توگه روس یا رشین فیډریشن کې د شاملیدو درخاست کوي.
د یوکرین سرښار کییو کې موقتي وزیراعظم ارسنی یټسنیوک کرائمیه کې ریفرنډم سرکس بللی او ویلي ماسکو د ټوپک په زور ترسره کړی دی.
د ریفرنډم په مخالفینو کې کرائمیه کې میشته تاتار مسلمانانو هم شامل وو چې زیاتره پکې په ووټونو کې برخه نه ده اخېستي او د روس د واک اختیار مخالفت کوي.
تاتار مسلمانان د صدیو راهسې په کرائمیه کې اوسیږي. د دویم جنگ عظیم ورسته د جرمني نازیانو سره د لاس امداد په الزام د روس سټالن تاتار ملک بدر کړل او د مرکزي ایشیا په مختلفو ریاستونو کې يي وویشل. خو گڼ شمیر تاتار د ١٩٨٠ او د ١٩٩٠ په لسیزو کې ستانه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG