لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا دې د روس سفارتي ودانۍ نه تړي، د ماسکو غوښتنه


د امریکې په سرښار واشنگټن ډي سي کې د روس سفارتي وداني
د امریکې په سرښار واشنگټن ډي سي کې د روس سفارتي وداني

ماسکو ویلي که چرې امریکا په خپلو دریو ښارونو کې د روس سفارتي ودانۍ وتړلې نو دا به د "دښمنۍ" اقدام وي او واشنگټن دې ترې ډډه وکړي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د روس د دغه غوښتنې نه یوه ورځ وړاندې د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ وویل روس د امریکې په غوښتنه په امریکا کې موجود خپلې درې سفارتي ودانۍ خالي کړي دي چې امریکايي حکومت نیولي دي.

د امریکايي اقدام په جواب کې د روس خارجه وزارت د اتوار، یکشنبې، په ورځ خپل بیان کې وویل "مونږ دا گڼو چې څه شوي دا په جار د دښمنۍ اقدام دی او د واشنگټن لخوا د نړي وال قانون خلاف ورزي ده."

"مونږ په امریکايي مامورینو غږ کوو چې د عقل نه کار واخلي او روسي سفارتي ملکیت دې زر بیر وگرځوي گني نو زمونږ په سفارتي تعلقاتو کې د زوال ټوله ذمه واري به د امریکې په غاړه وي،" روسي بیان وايي.

د خالي، شنبې، په ورځ سټیټ ډپارټمنټ په یو ایمیل کې وویل امریکايي مامورینو د روسي چارواکو سره په شریکه ددغه سفارتي ودانیو معاینه کړي وه او څه رنگ چې روسي خارجه وزارت ویلي ددغه عمارتونه په زور نه دي لټول شوي.

امریکې په سرښار واشنگټن ډي سي، نیویارک او سانفرانسسکو ښارونو کې د روس د سفارتي ودانیو د تړلو امر کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG