لاس رسیدونکی لینک

د امریکا کانګرس په روسیې باندې د بندیزونو د لګولو مسوده تصویب کړه


روسیې، ایران او شمالي کوریا د امریکا له کانګرس څخه سخت پیغام ترلاسه کړ. د امریکا په کانګرس کې د بهرنیو چارو د کمیټې مشر ایډ راویس وویل: "دغه درې رژیمه د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د امریکا ګټې ګواښي او خپل ګاونډیان بې ثباته کوي."

د امریکا د کانګرس له دغه نوي دریځ سره به یادو هېوادونو ته سختې ډپلوماټیکې او اقتصادي سزاګانې ورکړل شي او له دې سره ولسمشر ټرمپ ته هم یوه اشاره ده.

په یادې کمېټه کې مخکښ ډیموکراټ وکیل ایلیټ اینګل وايي: " که ولسمشر ټرمپ غواړي چې له خپل ملګري پوتین سره د ګلف لوبه وکړي نو پدې لوبه کې به ورسره کانګرس نه وي ځکه مونږ ولسمشر پوتین ته سزا ورکوو."

د کانګرس لخوا د روسیې او د ټرمپ د کمپاین ترمنځ د اړیکو پرسر د پلټنو پر مهال په حیرانونکې توګه د دواړو ګوندونو وکیلانو د روسیې په وړاندې د بندیزونو د لیرې کولو اداري واک محدود کړیدی.

د ویلسن له مرکز څه ویلیم پومیرنز وايي: "دا د ولسمشر په صلاحیتونو باندې د پام وړ محدودیت دی ځکه چې هیڅ ولسمشر دا نه غواړي چې د بندیزونو د لیرې کولو امتیاز دې له لاسه ورکړي."

دا هغه محدودیت وه چې سپینې ماڼۍ یې پرضد ډیر کار وکړ مخکې له دې چې ددې اونۍ په سر کې اعلان شي.

د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشرې سیرا هوکیبي تر اعلان وروسته وویل: "حکومت د روسیې په وړاندې د سخت چلند ملاتړ کوي په ځانګړې توګه ددغو بندیزونو د عملي کېدو په برخه کې."

د کانګرس لخوا د روسیې په وړاندې د چلند کولو واک اخیستل څه معنی لري؟

یوکراین ته د امریکا پخوانی سفیر سټیف پیفر وايي چې له دې سره به اوس له روسیې سره ډپلوماټیک نرمښت له منځه ولاړ شي.

"د وکیلانو په واسطه د بندیزونو لګول به تر هغې د روسیې په رویه کې بدلون را نه ولي ترڅو چې د اداري فرمان بڼه غوره نه کړي."

ددې سند لاسلیکول به اوس ولسمشر ټرمپ ته اسانه نه وي. ښاغلي پیفر وړاندې وویل: "ددې مسودې ویټو کول یا ردول به ولسمشر ته ډیر ګرانه وي. له ویټو کولو سره به دا وه انګیرل شي چې په رښتیا هم د روسانو او د ټرمپ د کمپاین ترمنځ د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې غیرمناسب څه موجود وه او دوهم دا هم امکان لري چې د ولسمشر ویټو بیا د کانګرس لخوا وه نه منل شي."

په هر صورت اګست میاشت ته په نږدې کېدو سره اوس وکیلان کوښښ کوي دغه پارلماني مسوده چمتو او په ولسمشر یې لاسلیک کړي.

XS
SM
MD
LG