لاس رسیدونکی لینک

د امریکې د انډیانا ریاست په فورټ واین ښار کې روهینگا کډوالو ژوند


په میانمار کې د تشدد دلاسه د ٥٠٠٠٠٠ نه زیات روهینگا مسلمانان هیواد نه په کډه کولو او په بنگله دیش کې په پناه اخیستلو مجبور شوي دي.

د وي او ای خبریال کین فاربا د امریکې انډیانا ریاست فورټ واین ښار ته تللی دی. هلته د په امریکا کې د میانمار یا د پخوانۍ برما تر ټولو لوېه ابادي میشته چې پکې ١٥٠ کورنۍ د روهینگا مسلمانانو دي.

بي بي اشا محمد طاهر دا وخت د امرېکې په انډیانا ریاست کې میشته ده خو د میانمار په رخاین ریاست کې یې شوي مرگ ژوبله او تباهي یې د ذهن نه نه دي وتلي.

میرمن بي بي اشا وايي "هلته خلک ویشتل او وژل کیدل. هرڅه ته اورونه اچول کیدل، زمونږ د استوگنې ځای نه و، په سړکونو ماتې شیشې او ازغن تارونه لگول شوي وو او خلک د ټوپک په زور ایصار کړي وو."

بي بي اشا او د هغې کورنۍ د میانمار نه وړمبی ملیشیا ته او بیا په کال ٢٠١۴ کې امریکې ته راغلل او د انډیانا په فورټ واین کې اباد شول. د فورټ واین په علاقه کې دوي د میانمار وړمبۍ کورنۍ وه.

خو وس په دې علاقه کې د میانمار شا او خوا ١٥٠ کورنۍ میشته دي. په مجموعي توگه په دې ښار کې د ٦٠٠٠ نه زیاتې د میانمار کورنۍ ژوند کوي چې زیاتره د روهینگا نه مختلفه ژبه وايي او بدل مذهب لري.

ایبراهم تانگ د میانمار د عیسايي مذهب سره تعلق لري وايي فورټ واین ته د روهینگا د راتگ مخالفت کوي. "زه فورټ واین ته د روهینگا راتگ ځکه نه خوښوم چې ددوي اکثریت، سل په سله مسلمانان دي. ددوي وینا د بدمت او د عیسیایانو نه بلکې د مسلمانانو ده."

د میانمار د عیسايي ټولنې مشر ایبراهم تانگ چې د روهینگا په اړه کوم خیالات څرگندوي په میانمار کې هم مسلمانان ددغه رنگ جذباتو سره مخامخ دي.

خو د ایبراهم تانگ برعکس مقامي خلک د میانمار د کډوالو هرکلی کوي.

ټام هینري د فورټ واین میئر یا ښار وال دی. د ایبراهم تانگ د خبرو په اړه وايی "دا د بدقسمتۍ خبره ده ځکه چې د میانمار هر تن ته دا ویل غواړم چې مونږ په خپله ټولنه کې هر چا ته هرکلی وایو."

ایبراهم تانگ وايي د روهینگا په شمیره کې د اضافې په نتیجه کې به نسلي تاوتریخوالی زیات شي. "زه وینم چې په اینده کې به د روهینگا او د برمیانو ترمنځ اختلاف زیات شي او دا د فورټ واین د ټولنې دپاره ښه خبره نه ده."

خو ټام هینري دا تشویش ردوي. "زه داسې څه نه وینم. مونږ یو ډیره محفوظه ټولنه یو."

په فورټ واین کې چې کومو روهینگا کډوالو د وي او ای سره خبرې وکړې په دې خبره یې زور واچولو چې دلته ورسره د برما نه راغلو نورو کډوالو د مخالفت پرځای په ابادیدو کې مرسته کړي ده.

که څه هم بي بي اشا وس ځان محفوظ گڼي خو په امریکا کې د نوي ژوند سره ځان بلدوي خو دا تپوس يې په ذهن کې راځي چې په خپل وطن کې یې امن ونه موندلی شو نو دلته به یې څه رنگ نصیب شي.

XS
SM
MD
LG