لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به د ماسکو په غونډه کې ګډون نه کوي


US Afghanistan
US Afghanistan

د امریکا خارجه وزارت تیره ورځ ویلي راروانه میاشت په ماسکو کې د افغانستان امنیت په اړه کیدونکي غونډه کې به ګډون نه کوي.

د خارجه وزارت یو چارواکي تیره ورځ مطبوعاتو ته ویلي د دغه غونډې وړاندې نه خو امریکا سره څه قسمه همکاري شوې او نه ددغه غونډې د احدافو نه خبر کړی شوي دي. دغه چارواکي زیاته کړې واشنګټن غواړي چې د ماسکو سره په سیمه ایزو ستونزو خبرې اترې اوکړي او د کلونو راهسې روانه خپله جګړه ختمه کړي.

د خارجه وزارت دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دامریکا خارجه سیکتر ریکس ټیلرسن به د اپریل په میاشت کې د روس د سفر په مهال هم د روسي چارواکو سره دغه موضوع د بحث لاندې راولي.

د اپریل میاشتې په ۱۴مه نیټه په ماسکو کې کیدونکي غونډه کې افغانستان، هندوستان، پاکستان، ایران، او چین ته د ګډون بلنه ورکړی شوې ده. په دغه غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.

اخوا پاکستان ویلي په ماسکو کې کیدونکي غونډه کې به ګډون کوي. دغه اعلان په داسې وخت شوی چې تیره ورځ ایسوسي ایټډ پریس خبري ایجنسۍ په خپل یو رپورټ کې ویلي وو د طالبانو یو پلاوي د پاکستاني چارواکو سره په اسلام اباد کې ملاقات کړی.

که څه هم دتیرې ورځې د دغه خبر څه نور تفصیلات نه دي راغلي خو نړیوال مطبوعاتي رپورټونه وايي د نړۍ د فشار وروستو پاکستان هڅه کوي چې طالبان د افغان دولت سره د سولې خبرو اترو ته کېښنوي.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د خارجه چارو وزارت ویاند یو مطبوعاتي غونډې ته د وینا په مهال ویلي پاکستان د افغانستان په مشرۍ کې روغې جوړې په پروسه باور لري.

غربي هیوادونه او افغانستان په پاکستان د پخوا راهسې تور لګوي چې د افغان حکومت مخالفه طالبانو مرستې کوي، دوي ته يې په خپل هیواد کې پناه ځایونه ورکړي او د دوي روزنه کوي.

تیره ورځ په واشنګټن کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم په خپل هیواد کې د زیات تره ستونزو ذمه وار پاکستان بللی.

پاکستان تل دغه تورونه ردوي او وايي په افغانستان کې د افغان حکومت په مشرۍ کې د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG