لاس رسیدونکی لینک

امریکا د کال ۲۰۱۸م لپاره د کډواله شمیره اعلان کړه


واېټ هاوس یا سپېنې مانړۍ اعلان کړی په کال ٢٠١٨م کې امریکا ته راتلونکې کډوالو شمیره ېې پېنځه څلویښت زره ټاکلې ده.

د جمعې په شپه خپور شوي یوه اعلامیه کې د کډوالو دغه نوې پروګرام ته (امریکا فرسټ ریفیوجي پروګرام) نوم ورکړی او زیاتوي دې سره به د امریکايانو حفاظت یقیني وي.

د کډوالو دې نوي حد ټاکلو خواست روانه اونۍ کانګرس ته وړاندې شوی وو. د نوي خواست تر مخه به امریکا په کال ٢٠١٨م کې یواځې پېنځه څلویښت زره کډوال قبلوي. دا به په تیرو ۳۸کالو کې امریکا ته راتلونکې کډوالو تر ټولو کمه شمیره وي.

واېټ هاوس ویلي دغه فیصله يې د امریکا خارجه وزارت، د امنیتي ادارې یا هوم لېنډ سیکېورټي سیکتر، او د صدر ټرمپ د امنیت صلاحکار سره د صلاح مشورو وروستو کړې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي د نوي حد ټاکلو سره به هم امریکا د بل کوم هیواد په مقابله کې زیاتو کډوالو ته پناه ورکوي او د نسل، سیاسي نظریې، قامیت، مذهب یا یو مخصوص سماجی ټولنی غړیتوب لا امله د تشدد ښکار خلکو ته به پناه ورکول جاري ساتي.

تیر کال د امریکا پخواني صدر باراک ابامه د کډوالو حد یو لاکه او لس زره ټاکلی وو خو د صدر ټرمپ انتظامې د روان کال په شورو کې د یو صدارتي امر لاندې دا حد پنځوس زره ته کم کړی وو او د دغې په دلیل کې يې ویلي وو د دغې نه سېوا کډوال امریکا ته پریښودل به د امریکا مفاداتو لپاره تاواني دي.

XS
SM
MD
LG