لاس رسیدونکی لینک

صدر ټرمپ: د سعودي عرب او قطر ترمنځ ثالثۍ ته تیار یم


د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د قطر امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح سره په واشنگټن کې د خبرو اترو ورسته، د قطر امیر سره مشترکه خبري غونډې ته صدر ټرمپ وویل "زه به د ثالثۍ لپاره تیار وم."

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي دي هغه د قطر، سعودي عرب او د نورو عرب هیوادونو ترمنځ د جگړې ختمولو دپاره ثالثۍ ته تیار دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د قطر امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح سره په واشنگټن کې د خبرو اترو ورسته، د قطر امیر سره مشترکه خبري غونډې ته صدر ټرمپ وویل "زه به د ثالثۍ لپاره تیار وم."

صدر ټرمپ امید څرگند کړو چې د هغه د منځگړيتوب په وجه د عرب ملکونو ترمنځ شخړه په بیړنۍ توگه حل کیدی شي.

د جون په میاشت کې سعودي عرب، مصر، بحرین او متحده عرب امارات په قطر ایران سره د نژدې تعلق او تندلارو د ملاتړ په الزام دوحا سره سفارتي تعلقات ختم کړل او سعودي عرب قطر سره خپل سرحد وتړلو.

قطر د سعودي عرب او د نورو عرب هیوادونو دغه خبره رد کړي ده.

کویت د قطر او د دغه څلورو هیوادونو ترمنځ د منځگړیتوب کوښښ پیل کړي دي خو تر دا وخت يي څه نتیجه نه ده رامنځته شوي. عرب هیوادونو قطر سره د تعلقاتو بحالولو لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي دي چې پکې د قطر الجزیره ټیلي وژن د بندولو غوښتنه هم شامله ده.

شیخ صباح وویل قطر د گاونډیانو د ١٣ ټکو د غوښتنو په فهرست خبرو ته تیار دی او دا چې د فهرست زیاتربرخه به حل کړی شي.

سعودي عرب او قطر دواړه د امریکې نژدې اتحادیان دي. د عرب په خلیج کې د امریکې تر ټولو لوې پوځي مرکز په قطر کې موجود دی.

XS
SM
MD
LG