لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر کې میشته طالبان مشرانو باندې د سفر پابندي غزځول شوي


محمد نعیم، قطر کې د طالبانو ددفتر ترجمان
محمد نعیم، قطر کې د طالبانو ددفتر ترجمان

یو امریکائي چارواکې ویلي قطر هیواد کې میشته په هغه پنځه طالب مشرانو د سفر پابندي په عارضي توگه غزځولو ته راضي شوی چې تیر کال د امریکې د گوانټانامو بی زندان نه قیدیاتونو د تبادلې په ترڅ کې ازاد کړی شوې دي.

امریکائي چارواکي وویل ترڅو د طالب مشرانو د ائنده په هکله څه سفارتي حل نه وي راویستلی شوي، په دوي به د سفر پابندي پرځائې وي. په طالب مشرانو د سفر پابندي تیر کال لگول شوي وه او نن د گل یا دوشنبې په ورځ يي میعاد سرته رسیدونکی وو.

په سې بي ایس ټیلې وژن د اتوار یا یکشنبې په ورځ وینا کې د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر جان برینن وویل قطر کې میشته طالب مشران افغانان دي او د امریکې د قامي سلامتیه مفاداتو د تحفظ په خاطر په ذاتي توگه د قطري چارواکو سره په رابطه کې دی.

جان برینن وویل هغه دا یقیني کول غواړي چې دغه طالبان بیرته په جنگ لاس پورې نه کړي، نو ځکه دا د بحالۍ، د نظر ساتنې او د څارنې عمل دی د قطر او افغان مامورین په دې لړ کې انتظامات پرځائې کولی شي او په دې اړه ممکنه اقداماتو ته د کتنې کار روان دی.

پنځه واړه طالب مشران امریکائي فوجي بو برگډال د ازادۍ په بدل کې د گوانټانامو بې کیوبا زندان نه راخلاص کړی شوي وو او قطر ته لیږلی شوي وو. برگډال پنځه کاله د طالبانو په ولکه کې پروت وو. هغه افغانستان کې د خپل مرکز نه وتلی وو. په هغه فوج نه د بگوړه کیدو الزامات لگول شوي دي.

د امریکې یو قانون ساز ویلي قطر کې میشته طالب مشرانو کې یو کس تیر کال د القاعده سره تړلې حقاني شبکې سره په رابطه کې وو. د څلورو طالب مشرانو نومونه د ملگرو ملتونو په تور فهرست کې هم شامل دي چې ترمخه يي اثاث منجمد کړی شوي او په سفر يي قدغن پرځائې دی خو ملگري ملتونه وايي د پابندیو نه ډډه شوي ده.

جمیز جیفريز د واشنگټن انسټیټیوټ ان تیئر ایسټ سټډیز یا د نړۍ د ختیزې سېمې د مطالعې څیړونکی دی او عراق کې د امریکې سفیر پاتې شوی، وايي هغه یقین لري چې قطر دغه طالبان د امریکې په فشار د سفر کولو نه منعې کړې دي.

جیمزې جیفریز وايي دا ډیره حیرانونکې خبره ده چې دغه طالبانو د سفر اراده کوله، د امریکې اولس ته ویل شوي وو چې قطري مامورین به دا یقیني کوي چې دغه طالبان بیرته د امریکائي ځواکونو خلا ف په جنگ کې ښکیل نشي، اوس هم افغانستان کې د نهه زره او ته سوه امریکائي فوجیان موجو دي او که چرې پرېښودلی شول نه دا طالبان به بیا په جنگ لاس پورې کړي.

ازاد کړی شوو طالب مشرانو کې د طالبانو د وخت داخله وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د طالبانو د بلخ او لغمان ولایتونو والي یا گورنر ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق واسق چې د طالبانو د استخباراتو نائب مشر وو، د طالبانو فوجي مشر ملا فاضل مظلوم او د طالبانو د مواصلاتو رئیس محمد نبي عمري شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG