لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان نه پس امریکې ددفاع وزیر جم مېټس د قطر غیراعلانیه سفر


قطر ته د رسیدو وړاندې جم مېټس د هندوستان او افغانستان دورې وکړې. هغه په افغانستان کې د صدر اشرف غني او د اجرايي ریئس عبدالله عبدالله سره ملاقاتونه وکړل
قطر ته د رسیدو وړاندې جم مېټس د هندوستان او افغانستان دورې وکړې. هغه په افغانستان کې د صدر اشرف غني او د اجرايي ریئس عبدالله عبدالله سره ملاقاتونه وکړل

د هندوستان او د افغانستان د سفرونو نه ورسته د امریکې ددفاع وزیر جم مېټس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د قطر غیراعلانیه دوره وکړه.

امریکايي پوځي مامورینو د قطر په العدید پوځي هوايي مرکز د جم مېټس هرکلی وکړو. العدید په منځني ختیځ کې د امریکې تر ټولو لوې پوځي مرکز دی چرته چې شا او خوا ١٠٠٠٠ امریکايي عسکر پراته دي.

جېم میټس په داسې حال کې د قطر دوه وکړه چې څو ورځې وړاندې د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني د سعودي عرب، مصر، بحرین او متحده عرب اماراتو سره د هیواد د سفارتي کړکیچ ختمولو دپاره بغیر د شرایطو د مذاکراتو وړاندیز وکړو. شیخ تمیم د خبرو اترو غږ د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ په غونډه کې خپل تقریر کې کړی دی.

د جنرل اسمبلۍ په غاړه د شیخ تمیم سره د ملاقات ورسته د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هغه دا پوخ یقین دی چې د قطر او د نورو عرب هیوادونو ترمنځ کشاله به زر ختمه شي. صدر ټرمپ د معاملې په حل کولو کې د منځگړیبتوب پیش کش هم کړی دی.

سعودي عرب، مصر، بحرین او متحده عرب اماراتو د جون په میاشت کې قطر سره سفارتي تعلقات ختم کړل او په قطر يې ترهگرو د ملاتړ او ایران سره د نژدې تعلق الزام ولگولو. دوحا ترهگرو سره د مرستې خبره ردوي.

قطر ته د رسیدو وړاندې جم مېټس د هندوستان او افغانستان دورې وکړې. هغه په افغانستان کې د صدر اشرف غني او د اجرايي ریئس عبدالله عبدالله سره ملاقاتونه وکړل.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ قطر ته د رسیدو نه وړاندې جم میټس سره د نیټو جنرل سیکریټري جنس سټولټن کندهار ته لاړ او د کندهار په هوايي اډه يي د ٢٥٠ امریکايي او نیټو عسکرو یوې غونډې نه وینا وکړه.

د کندهار په پوځي هوايي اډه کې میشته افغان پایلټان به اینده کې بلیک هاک په نوم د هیلي کاپټرو د چلولو تربیه پیل کوي.

په راتلونکو اوو کلونو کې به امریکا افغانستان ته ١٦٠ بیا سنبالې شوي یا ریفربشډ بلیک هیلې کاپټري ورکوي. دا گام د افغانستان په هوايي پوځ کې د جدد راوستلو لپاره اخیستل کیږي. امریکايي مامورینو د امید لري چې په راتلونکو اووه کلونو کې به د افغانستان په هوايي پوځ کې ٥٠ فیصد اضافه وکړی شي.

جم مېټس وویل که څه هم د طالبانو پرضد جنگ کې امریکا د جمود سره مخامخ ده خو بیا به هم د جگړې نه لاس په سر نشي.

د شورو، د چارشنبې، په ورځ کابل کې خپله وینا کې جم میټس وویل د "ترهگرو خلاف د څپه" په بدلولو کې به امریکا د افغان ځواکونو کومک کوی. "په داسې حال کې چې بې رحمه دښمن د وژنو دلارې واک اختیار ترلاسه کول غواړي مو به افغانستان (تنها) نه پریږدو".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG