لاس رسیدونکی لینک

پېژندلی امریکا ېي هنرمند پرنس مړشوی


Prince

د امریکا د پاپ موسېقۍ مشهور هنرمند پرنس د ۵۷ کالو په عمر کې نن مړ شوی دی. امریکايي مطبوعاتو وايي پرنس د مېنوسوټا ایالت په مېناپولس ښار کې په خپل کور کې نن سحر مړ موندل شوی.

د هغه خپل نوم پرنس راجرز نیلسن وو. او د موسیقۍ په میدان کې په خپل کارپه ګرده نړۍ کې ځان له نوم پېدا کړی وو او ډیر شهرت ېې لرلو. د پرنس د موسېقۍ د سلو ملینو نه ریات البمونه خرڅ شوي دي. او نوموړي اووه ځله ګریمي ایوارډ ګټلی وو.

پرنس ته د(پرپل) سندری په غوره موسېقۍ آسکر ایوارډ هم ورکړی شوی وو. په کال ۲۰۰۴م کې د هغه مجسمه په راک اینډرول هال کې هم کېښودل شوی ده .

د هغه مینه والو په ټوېټر او فېس بک د هغه په مرګ خفګان ښودلې او د هغه مرګ ېې د موسیقۍ لوي زیان بللی. په امریکاېي ټي وي چېنلو ښودل کیږي د هغه ګنړ شمیر مینه وال د پرنس د سټوډیو بهر راغونډ شوي.

XS
SM
MD
LG