لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د پریزیډینټ ورځ نمانځلی کیږي


پریزیډینټ ډی اوس د پخواني او موجوده صدرانو د ورځې په توگه نمانځلی کیږی
پریزیډینټ ډی اوس د پخواني او موجوده صدرانو د ورځې په توگه نمانځلی کیږی
امریکا کې نن د گل په ورځ د پریزیډینټ ډی یا د صدر ورځ نمانځلی کیږي، په قامي کچه رخصتي ده، په لکونو کارکونکې د کارونواو ماشومان د سکولونونه په رخصت دي.
پریزیډینټ ډې کال ١٨٧٩ کې د قامي رخصتۍ ورځ وټاکلی شوه چې د فیبرورۍ د میاشت په ٢٢ مه نیټه د هیواد د وړمبي صدر جارج واشنگټن د زیږیدنې ورځ ونمانځلی شي.
شا او خوا ١٠٠ کاله ورسته کانگرس په کال ١٩٦٨ کې یو قانون منظور کړو چې ترمخه يي د وفاقي حکومت گڼ شمیر رخصتۍ د گل په ورځ وټاکلی شوې چې دا رنگ د وفاقي حکومت کارکونکو ته د خالي او اتوار د ورځې هفته وار رخصتۍ سره په دریمه ورځ هم رخصتي ورکړی شي.
پریزیډینټ ډی د فیبرورۍ د میاشت د دریم گل په ورځ نمانځل کیږي. دکانداران ددې ورځې نه گټه پورته کوي او د خرڅون زیاتولو د پاره د سوداگانو بیعې کمې کړي.
که څه هم دا ورځ په خصوصي توگه د پخواني صدر جارج واشنگټن د زیږیدنې په لړ کې نمانځلی کیږي خو اوس ورته یواځې پریزیډینټ ډی وايي ځکه چې دا ورځ، د فیبرورۍ ٢٢ مه نیټه، د یو بل پخواني صدر ابراهم لنکن د زیږیدنې ورځ هم ده.
پریزیډینټ ډی اوس د پخواني او موجوده صدرانو د ورځې په توگه نمانځلی کیږی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG