لاس رسیدونکی لینک

صدراوباما وايي هيله مند دی نوي افغان صدر سره امنتي تړون لاس ليک شي


صدراوباما خپله وينا کې د امريکايي عسکرو د قربانو ستائينه وکړه ، او وي وئيل د امريکې دغه اوږد جنگ چې سر ته په رسېدو دی ، خپل هيواد ته يې امن راوستی
د امريکې صدر باراک اوباما د اتوار په ورځ غير اعلاني دوره باندې افغانستان ته ورغلی ، او دغه سفر يي د وژل شوؤ امريکايي عسکرو د ياد د ورځې ميموريل ډی په مناسبت کړی ، او د باگرام په هوائي ډگر يې د يوې جوړې دستورې په مهال امريکايي عسکرو سره ليدلي ، او وينا يي کړې ده .
صدراوباما خپله وينا کې د امريکايي عسکرو د قربانو ستائينه وکړه ، او وي وئيل د امريکې دغه اوږد جنگ چې سر ته په رسېدو دی ، خپل هيواد ته يې امن راوستی ، القاعده او طالبان تس نس کړی شوي او امريکايي عسکرو د نورو حملو نه خپل هيواد خوندي کړی دی .
نوموړي ووئيل افغانستان کې جنگ په ختيمېدو دی او د روان کال د اخرې پورې به افغان ځواکونه د خپل ملک د امنيت واگې په خپل لاس کې کړي .
د امريکې او افغانستان ترمينځ د امنيتي تړون لاس کيدو په اړه صدر اوباما ووئيل ، چې د افغانستان د نوي صدر سره په دغه تړون د لاس ليک کيدو هيله لري . د امنيتي تړون لاس ليک سره به يو شمېر امريکايي عسکر د افغان ځواکونو د روزنې او مرستې دپاره په دغه هيواد کې پاتې شي .
صدر زياته کړه چې افغانستان کې د امريکې پاتې کيدونکې عسکر به په جنگ کې ترلاسه کړې کاميابۍ په ځايي وساتي ، او دويې به مطمئن وي چې دغه هيواد به بيا د امريکا په ضد د بريدونو دپاره ونه کارول شي .
دا وخت په افغانستان کې د امريکې ۳۲۰۰۰ عسکر موجود دي ، او د روان کال د اخرې پورې به د هيواد نه ټول نړيوال ځواکونه ووځي .
صدراوباما وئيل امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د جمهوريت په راوستلو کې مرسته کړې ده ، او نوموړي په هيواد کې د ترسره شوؤ ټاکنو او د صدارتي ټاکنو د دوهم پړاؤ يادگېرنه هم وکړه ، او زياته يې کړه چې د طالبانو لخوا د گواښونو سره په مليينونو خلکو په ټاکنو کې خپلې رائي وکارولې ، او نوموړي په هيواد کې د دوهم پړاؤ صدارتي ټاکنې او د واک به جمهوري طريقې منتقل کيدل مهم گام بللی دی .
راپورونه وايي صدر باراک اوباما د افغانستان د سفر په مهال د افغان صدر حامد کرزي سره نه دي ليدلي . د افغان صدارتي ماڼۍ څخه خپره شوې يوه خبر پاڼه کې وئيل شوي چې د امريکائي سفارتخاني لخوا صدر حامد کرزي ته د باگرام په هوايي ډگر صدر اوباما سره د ليدنې بلنه ورکړی شوې وه .
خو افغان صدر حامد کرزي دغه بلنه نه ده منلې ، او وئيلي يې دي د صدر باراک اوباما هرکلی به په صدارتي ماڼۍ کې کوي .
د راپورونو ترمخه صدر اوباما د افغانستان د څلور ساعته دورې وروستو د جرمني په سفر تلی دی .
باگرام کې د صدر اوباما تود هرکلی شوی ، او دستوره کې د کنټري موسيقۍ ياد سندرغاړي بريډ پيزلی سندرې هم وئيلي دي .
د صدر باراک اوباما د افغانستان د دورې په اړه سپينې ماڼۍ د اتوار په ورځ وئيلي ؤ ، چې باگرام کې به پوځي چارواکي صدر ته بريفنگ ورکوي ، او صدر به هلته د ژوبلو عسکرو پوښتنې له هم ورځي .
امريکا کې میموریل ډی یا د یادونې ورځ د گل په ورځ نمانځلی کیږي. په دې موقع قامي رخصتي وي. دا ورځ د هیواد په جنگونو د وژل شوی عسکرو په یاد کې نمانځلی شي .
XS
SM
MD
LG