لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما وائي افغانستان څخه به 34,000 امريکائي پوځيان هيواد ته ستنيږي


دامريکا صدر براک اوباما دخپل صدارت ددوهمې مودې په لمړۍ سټيټ اف دي يونين وينا کې دنهې په ورځ افغانستان څخه په راتلونکي کال کې د34,000ؤ زرو امريکائي پوځيانو دويستو اعلان کړى اؤ وئيلي يې دي چې دکال 2014م تر اخرې به افغانستان کې امريکائي جگړه پايې ته ورسيږي.
اوباما وويل مونږ په باور سره وئيلى شو چې امريکا به په افغانستان کې خپل مشن مکملوي اؤ القاعده ته به دماتې ورکولو په اړه زمونږ مقصد ترلاسه کولى شي.
پخپل سټيټ اف دي يونين وينا کې صدر وويل دکال 2014م وروستو هم امريکا ديو خپلواکه افغانستان لپاره ژمنه ده اؤ په يو داسې تړون افغانستان سره خبرې کيږي چې پکې دوؤ خبرو ته پام گرځول کيږي، لمړى دافغان پوځ تربيت اؤ هغوي ته دوسلې په ورکولو اؤ دوهم دترهه گرۍ دمخنيوي هڅې دوامداره ساتل چې مقصد يې القاعده اؤ دهغې ائتلافيان ختمول دي.
دهغه وينا وه نن شپه زۀ دا اعلان کولى شم چې په راتلونکي کال کې به افغانستان څخه نور 34 زره امريکائي پوځيان هيواد ته راستانۀ شي، دپوځيانو دراستنيدو دغه عمل به روان وي اؤ دراتلونکي کال تر اخره به افغانستان کې زمونږ جنگ ختم شي
صدر اوباما وويل مونږ داخبره دپوره باور سره کولى شو چې امريکا به افغانستان کې خپل مشن مکملوي اؤ مونږ به القاعده ته دماتې ورکولو خپل بنيادي مقصد ترلاسه کوؤ.
دصدر اوباما مرکزي نکته امريکائي معيشت اؤ دمينځنۍ طبقې لپاره نوي ملازمتونه پيدا کول وؤ.
هغه وويل چې دنورو لسو لکو ملازمتونو موقعې به پيدا کولى شي.
هغه په کانگريس کې په موجودو دواړو گوندونو ټينگار وکړو چې دمينځنۍ طبقې مدد اؤ روزگار لپاره دموقعو پيدا کولو اؤ بجټ خسارې کمولو لپاره دې دهغوي دتجويزونو ملاتړ وکړي.
هغه وويل نن داسې تجويز نۀ ورکوي چې له امله به يې دبجټ خساره کې لږه شان اضافه هم وشي، مونږ ته دستر حکومت نۀ بلکې دپوهه حکومت ضرورت دى ، کوم چې پريمانه ترقي پخپلو ترجيحاتو کې شامله کړي.
پخپله دغه وينا کې صدر اوباما شدمالي کوريا په اړه وويل کومه راپارونکى عمل چې ليدل شوى ددې له امله به هغه( شمالي کوريا) نوره هم يواځې شي اؤ مونږ دخپلو ائتلافيانو سره په شريکه خپل دميزائيل دفاعي نظام مضبوطوؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG