لاس رسیدونکی لینک

په امریکا کې د غربت شرح کمه شوي ده


په امریکا کې د غربت شرح کمه شوي ده، د خلکو په امدن کې او د صحت بیمه لرونکو خلکو په شمیره کې اضافه شوي ده.

په امریکا کې د غربت او د امریکایانو د امدن په اړه د نهې، سه شنبې، په ورځ د حکومت د "سینیز بیورو" یا د شماریاتو محکمې ماهرینو شمار شمیرې شائع کړې.

ددې ترمخه په کال ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کې په امریکا کې د خلکو په اوسط امدن کې درې اشاریه دوه فیصد اضافه وشوه او اوسط امدن ٥٩٠٣٩ و.

په شهریانو په امدن کې د اضافې دا مسلسل دویم کال و. ماهرین وايي اوسط یا مډین د امدن هغه کچه وي چې نیم خلک ترې په کال کې زیاتې او نیم خلک ترې کمې پیسې گټي.

د غربت کچه دولس اشاریه اووه فیصد ته را کمه شوي ده. که څه هم د غربت شرح کمه شوي ده خو وس هم په امریکا کې څلویښت اشاره شپږ میلینه خلک د غربت ژوند تیروي.

د حکومتي ماهرینو د تشریح ترمخه که د څلورو کسانو د یو خاندان د کال امدن د ٢۴٥٦٣ نه کم وي نو دا کورنۍ په غربت کې شمیرل کیږي.

د ښځو او سړو په امدن کې خلیج هم کم شوی دی.د سړي د یو ډالر امدن په مقابله کې ښځه د اتیه سینټه نه څه لږې ډیرې پیسې گټي.

د ایشیايي امریکایانو د کال امدن تر ټولو زیات دی چې اوسط شرح يي ٨١۴٣١ ده. د سپین پوستکو اوسط امدن ٦٥٠۴١ و، د لاطیني امریکایانو د کال د اوسط شرح ۴٧٦٧٥ او د تورپوستکو یا افریقايي امریکایانو د کال د اوسط امدن شرح ٣٩۴٩٠ وه.

د صحت بیمه نه لرونکو امریکایانو شرح اته اشاره اته ته راټیټه شوي ده خو ددې باوجود هم ٢٨ اشاریه یو میلین امریکایان د صحت بیمه نه لري.

XS
SM
MD
LG