لاس رسیدونکی لینک

د امریکې صدارتي انتخاباتو کې د امیدوارانو شمیره زیاته شوي


دامریکې نوی صدر به د کال ٢٠١٧ په ابتدا کې د خپلې چوکۍ سوگند پورته کوي. دا به هغه وخت وي چې د براک اوباما د صدارت د دویم دور به سر ته ورسیږي. د ائین ترمخه صدر په دریم وار صدارتي انتخاباتو کې برخه نشې اخیستی

د کال ٢٠١٦ د امریکې د صدارتي انتخاباتو دپاره په میدان کې د امیدوارانو شمیره په زیاتیدو ده او دا هفته د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ دوه نورو مشهورو غړو اعلان کړی چې په صدارتي زغل کې برخه اخلي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې بن کارسن وویل چې هغه به هم ریپبلیکن پارټۍ لخوا د صدارت د امیدوار په توگه ودریږي. هغه وویل په دې اړه رسمي اعلان به د گل یا دوشنبې په ورځ ډیټرویټ ښار کې کوي.

بن کارسن هغه وخت شهرت ترلاسه کړو چې دوه کاله وړاندې په یو تقریر کې يي د صدر براک اوباما د صحت د خیر ښیگړې په پالیسۍ يي سخت تنقید وکړو. د صدر براک اوباما پالسي د غلامۍ سره په موازنه کولو بن کارسن باندې نیوکې هم شوي دي. د هم جنس پرستۍ په اړه د هغه بیانونه هم لانجمن گرځول شوې دي.

هم د گل یا دوشنبې په ورځ به کارلي فیریونه هم صدارتي انتخاباتو کې ځان د امیدوارې په توگه معارفي کوي. هغه د هیولټ پیکرډ نومې د کمپیوټرو کمپنۍ مشر پاتې شوي ده. سیاست کې د هغې د تجربې په اړه ویل کیږي چې د کال ٢٠٠٨ په صدارتي انتخاباتو کې د صدر براک اوباما مخالف سنیټر جان میکین اقتصادي مشیره وه. کال ٢٠١٠ کې هغه د سنیټ په انتخاباتو کې د ناکامۍ سره مخ شوي وه.

د ارکینساس ریاست پخوانی گورنر یا والي مائک هوکابي هم د نهې یا سه شنبې په ورځ صدارتي انتخاباتو کې د امیدوارۍ اعلان کونکی دی.

د ریپبلیکن پارټۍ لخوا د وړاندې نه پنځه کسان د صدارتي امیدوارۍ خواهش مند دي چې پکې سنیټران ټیډ کروز، رینډ پال او مارکو روبیو او پخواني گورنران، د فلوریډا پخوانی گورنر جیب بش او د وسکانسن ریاست پخوانی گورنر سکاټ واکر شامل دي.

د واک من ډیموکریټ پارټۍ لخوا یوازې دواو سیاستدانانو د صدارتي امیدوارۍ اعلان کړی دی چې پکې پخوانۍ خارجه وزیره هیلري کلنټن او د ورمانټ ریاست سنیټر برني سینډرز شامل دی.

د نورو وړو پارټو یا گوندونو امیدواران هم هر څلور کاله پس کیدونکو صداراتي انتخاباتو کې برخه اخیستی شي خو اصل مقابله د ډیموکریټک او ریپبلیکن پارټۍ تر مېنځ وي. د امریکې نوی صدر به د کال ٢٠١٧ په ابتدا کې د خپلې چوکۍ سوگند پورته کوي. دا به هغه وخت وي چې د براک اوباما د صدارت د دویم دور به سر ته ورسیږي. د ائین ترمخه صدر په دریم وار صدارتي انتخاباتو کې برخه نشې اخیستی.

XS
SM
MD
LG