لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکائي ښارونو کې پولیس زیاتي خلاف احتجاجونه جاري دي


صدر براک اوباما ویلي د پولیس او اقلیتونو ترمنځ بې اعتمادي به د ختمولو کوشش کوي
صدر براک اوباما ویلي د پولیس او اقلیتونو ترمنځ بې اعتمادي به د ختمولو کوشش کوي

د امریکې سرښار واشنگټن ډې سي، نیویارک، شکاگو، ډیټرائټ، لاس اینجلس، هیوسټن او سیاټل کې پولیس د لاسه د افریقائي امریکنیانو د وژل کیدو خلاف د احتجاجونو لړۍ روانه ده.

احتجاجونو کې زیاتره خلکو په لارو کوڅو کې مظاهرې وکړې. ځېنې په لویو دکانونو او کوڅو کې د مرگ ښودنه وکړه او نعرې يي پورته کړې "د تور کس ژوند هم اهمیت لري."

د شمالي کیلفورنیا په برکلی ښار کې مظاهرو هغه وخت پرتشدد شکل اختیار کړو کله چې مخ پټو احتجاج کونکو پولیس سره نښتې شورو کړې او په لوټ مار يي لاس پورې کړو. د الغاو تلغاؤ په وجه نزدې دوه د ریل گاډې سیټشنې وتړل شوې.

صدر براک اوباما ویلي د پولیس او اقلیتونو ترمنځ بې اعتمادي به د ختمولو کوشش کوي.

تازه مظاهرې د شورو یا چارشنبې په ورځ پس له هغې شورو شوي چې نیویارک کې د منصفانو شورا فیصله وکړه چې د یو افریقائې امریکني د وژنې په سر به په یو پولیس افسر څه مقدمه نه چلول کیږي. جیوري دغه فیصله د ایریک گارنر د وژل کیدو په لړ کې کړې ده. ایریک گارنر ته پولیس افسر ډینیئل پینټیلیو خوله بنده کړې کړې وه. د مرگ نه وړاندې واوریدل شو چې ایریک گارنر وايي هغه ساه نشې اخیستلی.

د نیویارک د جیوري نه څو ورځې وړاندې د میزوري ریاست په فرگسن ښار کې هم د منصفانو شورا د یو ١٨ کلن افریقائي امریکانې د وژنې په سر د سزا نه ورکولو فیصله وکړه.

د شهري حقوقو مشر الشارپټن د راتلونکې شنبې په ورځ واشنگټن کې د مظاهرې اعلان کړی دی. احتجاج ته د نیشنل مارچ اگیسنټ پولیس وائلنس یا د پولیس د تشدد خلاف لاریون نوم ورکړی شوی دی.

د اقلیتونو حقوقو دپاره د ملگرو ملتونو استازي ریټا ایزساک امریکا کې د پولیس کار ته د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. هغه وايي د گرینډ جیوري فیصلو خلکو کې دا تاثر پریښودی چې کله پولیس د افریقائي امریکنیانو سره معامله راځي نو پولیس د قانون ته مخامخ کیدو څه ویره نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG