لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې یو پښتون پولیس افسر


سجاد احمد وویل پولیس افسرانو ته ښه ډیر مراعات ورکړی کیږي او یو افسر د بډو رشوتونو اخیستلو تصور هم نشې کولی او بله دا چې خلک هم د رشوت په بدل کې د څه جرم یا غیرقانونۍ نه ځان نشې خلاصولی
سجاد احمد وویل پولیس افسرانو ته ښه ډیر مراعات ورکړی کیږي او یو افسر د بډو رشوتونو اخیستلو تصور هم نشې کولی او بله دا چې خلک هم د رشوت په بدل کې د څه جرم یا غیرقانونۍ نه ځان نشې خلاصولی

سجاد احمد د تیرو ١٣ کلونو راهسې د پینسلوینیا ریاست فلیډیلفیا ښار کې د یو پولیس افسر په توگه خپل خدمات ترسره کوي او وايي امریکا کې د پولیس بډو اخیستلو تصور هم نیشته.

سجاد احمد د وي او ای ډیوه شپه په خیر پروگرام کې د کوربه وکیل خان سره میلمه وو او امریکا کې يي د خپل کار او ژوند په اړه خبرې اترې کولې او د اوریدونکو پوښتنو ته يي ځوابونه ویل.

امریکا کې د پولیس نظام د پاکستان نه څومره مختلف دی، پولیس افسرانو ته څه قسمه مراعات ورکړی کیږي، پولیس د خلکو څه رنگ مرسته کوي او پولیس دپاره د دندې په لړ کې مشکلات څه دي؟ سجاد احمد په دې اړه د خپلو خیالاتو اظهار کولو.

سجاد احمد وویل پولیس افسرانو ته ښه ډیر مراعات ورکړی کیږي او یو افسر د بډو رشوتونو اخیستلو تصور هم نشې کولی او بله دا چې خلک هم د رشوت په بدل کې د څه جرم یا غیرقانونۍ نه ځان نشې خلاصولی.

وکیل خان سره د سجاد احمد خبرې اترې په دې لنک پنځه منټه د خبرونو نه ورسته اوریدی شۍ:http://www.voadeewaradio.com/audio/2821620.html

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG