لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې لویزیانا ریاست کې ٣ پولیس وژل شوي دي


په ښار کې د پولیس یو چارواکې ویلي په ډزو کې زخمي شوي افسران مقامي هسپتالونو ته منتقل کړی شوي دي
په ښار کې د پولیس یو چارواکې ویلي په ډزو کې زخمي شوي افسران مقامي هسپتالونو ته منتقل کړی شوي دي

د امریکې د لویزیانا ریاست په بیټن روژ ښار کې د ډزو په یوه پیښه کې درې پولیس وژل شوي او اووه نور زخمیان دي. د بیټن روژ ښار وال کیپ هولډن د واقعې تصدیق کړی دی.

په ښار کې د پولیس یو چارواکې ویلي په ډزو کې زخمي شوي افسران مقامي هسپتالونو ته منتقل کړی شوي دي.

په بیټن روژ کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د دریو پولیس وژل کیدل په ښار کې د غیر معمولي تاوتریخوالي په مهال رامنځته شوي دي. په ښار کې تاوتریخوالی د جولايي په پنځمه نیټه پولیس دلاسه د یو افریقايي امریکايي د وژل کیدو ورسته راپاریدلی دی.

یو بل افریقايي امریکنی تن د مینسوټا ریاست په مینیاپلس ښار کې هم پولیس دلاسه د وژل کیدوورسته د امریکې په مختلفو ښارونو کې د پولیس خلاف احتجاجونه شوي دي.

په ټیکسس ریاست کې د جولايي په اوومه نیټه پولیس خلاف د مظاهرې په مهال ډزوې کې پنځه پولیس ووژل شو.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG