لاس رسیدونکی لینک

صدر اوباما: د پیرس حملونکو په تعقب کې به د فرانس مرسته کوو


براک اوباما وویل د یوې غلطي نظريي په بنیاد حمله نه یوازې په فرانس، نه یوازې په ترکي بلکه په ټولې مهذبه نړۍ حمله ده. د ترکې په حواله د براک اوباما اشاره تیره میاشت انکره کې غبرگو ځانمرگي بم چاودنو ته وه چې پکې د ١٠٠ نه زیات کسان وژل شوي وو

د امریکې صدر براک اوباما ویلي د پیرس په حملو کې ککړ خلکو په تعقب کې به د فرانس مرسته کوي او د داعش نوغی ویستلو دپاره به خپلې هلې تندوي.

براک اوباما ددغه خیالاتو څرگندونه د بحیره روم په ساحل د ترکي د سیلگرۍ په مرکز انتالیه کې د ترکي صدر رجپ طیب اردویان سره د اتوار یا یک شنبې په ورځ د لیده کاته نه پس وکړه.

دواړو مشرانو انتاله کې د جي ټونټي هیوادونو د غونډې نه وړاندې ولیدل.

براک اوباما وویل د اتحادي هیوادونو سره په مرسته شام د کړکیچ پرامنه حل او د داعش د ختمولو دپاره کوښښونه به دوچنده کوي. هغه وویل داعش د ترکي انکره ښار نه تر پیرس پورې د دنیا په مختلفو برخو کې خلک دردولې او زورولې دي.

براک اوباما جمعې په ورځ پیرس کې د حملې غندنه وکړه چې پکې ١٢٩ کسان وژل شوي او ٣٥٢ نور کسان زخمیان شوي دي.

براک اوباما وویل د یوې غلطي نظريي په بنیاد حمله نه یوازې په فرانس، نه یوازې په ترکي بلکه په ټولې مهذبه نړۍ حمله ده. د ترکې په حواله د براک اوباما اشاره تیره میاشت انکره کې غبرگو ځانمرگي بم چاودنو ته وه چې پکې د ١٠٠ نه زیات کسان وژل شوي وو.

داعش لکه د پیرس د حملې په رنگ د انکره د حملو ذمه واري هم په غاړه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG