لاس رسیدونکی لینک

امریکايي استازي د جمعې په ورځ د پاکستان پوځ مشر سره لیدلي

  • ایاز گل

د دواړو هیوادونو د لوړ رتبه سفارتکارانو د غونډې په اړه د پاکستان خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل میرمن تهمینه جنجوعه دا امید څرگند کړو چې په واشنگټن کې چې د افغانستان په اړه کومه بیا کتنه دا وخت کولی شي ددې په نتیجه کې به یوه سیاسي تگ لاره رامنځته شي چې په افغانستان او سیمه کې به امن او مفاهمت پرځای کړي

د پاکستان په دوره د امریکې خصوصي استازي ایلس ویلز په اسلام آباد کې د پاکستانی مامورینو سره په سیمه کې د سلامتیه په صورتحال او په افغانستان کې د امن او امان په موضوع خبرې اترې کړې دي او مطبوعات وايي میرمن ویلز به د جمعې په ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم لیده کاته کوي.

میرمن ایلس ویلز د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې موقتي استازي ده او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسلام آباد ته رسیدلې ده.

په اسلام اباد کې میرمن ویلز د خپلې ډلې په مشرۍ کې د پاکستان د خارجه سیکریټري میرمن تهمینه جنجوعه سره ولیدل. دواړو فریقینو په سیمه کې په موجودو مشکلاتو یو بل سره د خیالاتو تبادله وکړه چې پکې په افغانستان کې د امن او امان صورتحال هم شامل و.

د دواړو هیوادونو د لوړ رتبه سفارتکارانو د غونډې په اړه د پاکستان خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل میرمن تهمینه جنجوعه دا امید څرگند کړو چې په واشنگټن کې چې د افغانستان په اړه کومه بیا کتنه دا وخت کولی شي ددې په نتیجه کې به یوه سیاسي تگ لاره رامنځته شي چې په افغانستان او سیمه کې به امن او مفاهمت پرځای کړي.

بیان وايي میرمن ایلس ویلز ترهگرۍ خلاف جنگ کې پاکستان د قربانو ستاینه وکړه.

میرمن ایلس ویلز "د امریکې او د پاکستان ترمنځ د همکارۍ په اهمیت اتفاق وکړو او دا تعلق په اینده کالونو کې مخکې بوتلو په اړه يي امریکايي تناظر وړاندې کړو،" د پاکستان خارجه وزارت بیان وویل.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه میرمن ایلس ویلز به سره د خپلې ډلې د جمعې په ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره ملاقات کوي.

بلخوا، په نادره توگه، جنرل باجوه په افغانستان کې د طالبانو د یو برید غندنه کړې ده چې پکې دوه امریکايي عسکر وژل شوي او څلور نور زخمیان شوي دي.

د پوځ د یو بیان ترمخه جنرل باجوه وویل د هغه کورنیو درد اندازه کولی شي چې خپل خپلوان يي دلاسه ورکړل ځکه چې د ترهگرۍ خلاف جنگ کې پاکستان هم ددغه رنگ خوریزۍ نه تیریږي.

امریکاي عسکر د شورو، چهارشنبې، په ورځ په کندهار کې په حمله کې وژل شوي دي. طالبانو د حملې ذمه واري اخیستې ده.

امریکايي او افغان مامورین د ډیر وخت راهسې وايي چې طالبان او د طآلبانو حقاني ډله په پاکستان کې پناه ځایونه لري او هم د هلته نه په افغانستان کې د حملو منصوبه سازي کوي. پاکستان دغه خبره ردوي او وايي په افغانستان کې د امن ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG