لاس رسیدونکی لینک

ټیلرسن: پاکستان دې په خپله خاوره د وسله والو خلاف غوڅ اقدامات وکړي


ریکس ټیلرسن او د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف. خواجه اصف دا میاشت د امریکې دوره کړې وه

د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن یو وارې بیا په پاکستان غږ کړی دی چې په خپله خاوره دې د وسله والو خلاف غوڅ اقدامات وکړي.

په انټرنیټ د ویب انډیا په نوم ویب پاڼې ترمخه ریکس ټیلرسن په پاکستان د ترهگرو خلاف د اقداماتو دغه غږ د شورو، چارشنبې، په ورځ د واشنگټن څیړنې ادارې سینټر فار سټرټیجک اینډ انټرنیشنل سټډیز کې د امریکې او هندوستان په تعلقاتو راجوړې شوي غونډې ته خپله وینا کې وکړو.

رپورټ وايي ټیلرسن دا هم وویل چې په افغانستان او په جنوبي ایشیا کې د ثبات په لړ کې پاکستان هم اهم کردار لري.

د پاکستان په اړه ویب انډیا په خپل رپورټ کې د ریکس ټیلرسن دا قول رپورټ کړو: "مونږ توقع لرو چې پاکستان به د خپلو سرحدونو دننه موجود ترهگرو ډلو خلاف غوڅ اقدامات وکړی چې نه یوازې (د پاکستان) خپلو خلکو بلکې په پراخه کچه د منتقې خلکو لپاره خطرا راولاړوي."

ریکس ټیلرسن وویل په افغانستان کې د امن تر ټولو زیاته گټه پاکستان ته ده.

ریکس ټیلرسن دا خبره واضحه کړه چې ترڅو افغان طالبانو په سیاسي بهیر کې د شاملیدو فیصله نه وي کړي امریکا به د هیواد نه نه وځي.

بلخوا د پاکستان خارجه وزارت ویلي د امریکې نایب صدر مایک پینس د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره په ټیلي فون خبرې کړي دي او وسله والو د ولقې نه د کینیډا شهري جاشوه بویل، د هغه امریکايي میرمن کیټلن کولمین او ددوي دریو بچو په راخلاصولو یې د پاکستان مننه وکړه.

ریکس ټیلرسن هم په ټیلي فون په دې لړ کې د پاکستان شکریه ادا کړې ده.

د پاکستان د خارجه وزارت د بیان ترمخه، مایک پینس د امریکې او پاکستان د دوه اړخیزو تعلقاتو په اهمیت او زور واچلو او وې ویل سیمې د ثبات او پرمختگ لپاره دا تعلقات نور هم د مضبوطولو ضرورت دی.

بیان وايي وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د پاکستان دا اراده څرگنده کړه چې په خاوره به ترهگرۍ نوغی وباسي او د عمل وړ استخباراتي معلوماتو باندې به عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG