لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ریکس ټیلرسن: امریکا د پاکستان د حکومت د ثبات په اړه اندیښمنه ده


ریکس ټیلرسن د خواجه اصف هرکلی کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:21 0:00

ریکس ټیلرسن د خواجه اصف هرکلی کوي

د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن د شورو، چارشنبې، په ورځ د امریکې په دوره د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف سره په واشنگټن کې لیده کاته وکړل او ورسره یې د افغانستان په اړه د صدر ډانلډ ټرمپ د نوي تگلارې او د امریکې او پاکستان په تعلقاتو خبرې اترې وکړې.

ریکس ټیلرسن د خواجه اصف سره د ملاقات ورسته خبریالانو ته وویل پاکستاني وزیر سره یې د افغانستان دپاره د صدر ټرمپ په نوي تگلاره خبرې وکړې. هغه زیاته کړه د سیمې په تناظر کې د امریکې او د پاکستان تعلقات انتهايي اهمیت لري.

ریکس ټیلرسن وویل د صدر ټرمپ نوي تگلاره یوازې د افغانستان دپاره نه ده بلکې دا د "پاکستان د اهمیت او پاکستان د اوږد مهاله ثبات" په اړه هم ده.

"مونږ د پاکستان د حکومت د اینده په اړه هم تشویش لرو په دې لړ کې مونږ غواړو چې دا باثباته وي، دا پرامنه وي،" هغه وویل.

ریکس ټیلرسن وویل د پاکستان په اړه د امریکې دریځ په مجموعي توگه د ټولې سیمې د امنیت برخه ده او پاکستان سیمې د ثبات دپاره انتهايي ډیر اهمیت لري. هغه وویل امریکا به د پاکستان سره په مخلتفو سطحو کار جاري ساتي.

ټاکل شوي ده چې خواجه اصف به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې د قامي سلامتیه صلاحکار ایچ ار میک ماسټر سره هم لیده کاته کوي.

خواجه اصف په داسې حال کې د امریکې دروه کوي چې د دواړو هیوادونو تعلقات په یو نازک پړاؤ ولاړ دي.

افغانستان دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د نوي تگلارې د اعلانیدو ورسته د امریکې او پاکستان په تعلقاتو کې یو وارې بیا تاوتریخوالی راپورته شوی دی.

د اگست په میاشت کې چې د افغانستان او په مجموعي توگه د جنوبي ایشیا دپاره خپله تگلاره د اعلانولو په وخت صدر ټرمپ د پاکستان په خصوصي توگه ذکر کړی و او ويلي یې وو چې پاکستان دې په خپله خاوره د ترهگرو پناه ځایونه ختم کړي او وسله والو ډلو د حمایت خپل زوړ دریځ دې د لاسه ورکړي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې د سنیټ د عسکري چارو کمیټۍ ته وینا کې د امریکې ددفاع وزیر جم مېټس وویل پاکستان ته به یوه ورستۍ موقع ورکوي چې وسله والو خلاف په اقداماتو کې دې د امریکې ملاتړ وکړي. "مونږ يو ځل بیا د پاکستان سره په ګډه کار کوو،" جم مېټس وویل.

جم مېټس وویل که چرې "زمونږ انتهايي هڅې ناکامه شوې نو بيا صدر ټرمپ ټولو اړينو ګامونو اخستو ته تیار دی".

د کمېټۍ په غونډه کې په دې پوښتنه چې د پاکستان د غېر نېټو اتحادي حېثيت هم په پورته کېدونکو ګامونو کې شامله ده، جېم مېټس په ځواب کې وویل "ځما په يقين دا خبره هم پکې شامله ده".

په دغه ناسته کې د امريکې د ګډو ځواکونو د کمېټۍ مشر جنرل جوزف ډنفورډ ويلي، "دا ښکاره خبره ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د ترهګرو ډلو سره اړیکې دي".

پاکستاني مامورینو د صدر ټرمپ د وینا مخالفت کړی دی. پاکستان وايي د افغانستان د مسلې حل د پوځي طاقت د استعمال د لارې نشي راویستل کیدی بلکې ددې حل په سیاسي طریقه راویستل کیدی شي.

تیره میاشت د ملگرو د عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ غونډې ته خپل تقریر کې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وویل پاکستان د افغانستان جنگ په خپله خاوره نشي کولی او نه د کومې ناکامه تگ لارې حمایت کولی شي.

د امریکې حکومت تیره میاشت وویل ترڅو پاکستان په خپله خاوره د وسله والو خلاف اقدامات ونکړي د ترهگرۍ خلاف د امریکې په کومک ٢٥٥ میلنه ډالرو امداد به نه ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG