د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په نوي ډلي کې ویلي، د پاکستان د حکومت د ثبات او امنیت په اړه اندېښنه لري.
ښاغلي ټیلرسن ویره څرګنده کړه که په پاکستان کې پرتې ترهګرې ډلې پراخې او ځواکمنې شي نو دا به د پاکستان خپل امنیت هم وه ګواښي او دا د هېچا په ګټه نه ده چې د پاکستان حکومت بې ثباته شي.
ریکس ټیلرسن دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ له هند څخه د خپل سفر پرمهال خبریالانو ته کړیدي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف همدا نن په پاکستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د ښاغلي ټیلرسن ګواښ ته ورته خبرې کړیدي.
(په پاکستان د ترهګرو ډلو له منځه وړل د پاکستان په ګټه دي ځکه ترهګر د پاکستان د امنیت او ثبات لپاره ګواښ دی.)
ټیلرسن هند ته په رسېدو له هندي چارواکو سره خبرې پیل کړیدي چې ښايي په سیمه کې د چین د پراخیدونکي رول په اړه د امریکا او هند په اتحاد هم وڅرخي.
تیلرسن هند ته له پاکستان څخه ورغلی، چیرې چې د راپورونو له مخې د هغه تود هرکلی نه وه شوی ځکه چې نوموړي یوه ورځ وړاندې په کابل کې ویلي وه پاکستان په خپله خاوره کې له طالبانو سره مرسته کوي.
ټیلرسن هند ته په رسېدو ددغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوال سره کتلي او د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما شرما سره تر لیده کاتو وروسته به د لومړي وزیر نریندرا مودي سره ګوري.
ټیلرسن همدارنګه د هند د خپلواکۍ د غورځنګ د رهبر مهاتما ګاندي په یادګاري څلي باندې د ګلو ګېډۍ کېښوده او هاغه ځای ته د رسېدو لپاره یې خپل بوټان وویستل له کومه چې د ۱۹۴۸ کال د جنورۍ په ۳۰ نېټه ګاندي په ډزو وژل شوی وه.