لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي:پاکستان کې ميشت ترهګرې ډلې به امريکايي ګټو لپاره خطر وي


امریکايي چارواکي : پاکستان کې ميشت ترهګرې ډلې به امريکايي ګټو لپاره خطر وي
امریکايي چارواکي : پاکستان کې ميشت ترهګرې ډلې به امريکايي ګټو لپاره خطر وي

دامريکا د دفاعي استخباراتي ادارې مشر ليفټننټ جنرال وينسينټ سټيوارټ دامريکايي سينيټ دعسکري چارو کمیتې ته ويلي دي پاکستان کې ميشته ترهه ګرې ډلې په سيمه کې امريکايي ګټو لپاره به ګواښ وي.

ليفټننټ جنرال وينسينټ سټيوارټ ويلي د پولې پورې غاړې څخه د بريدونو د مخنيوي په نوم هند دخپل رقيب هېواد پاکستان دننه عملیات کولی شي او د پاکستان او هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه ګوله باري ددواړو اټومي ګاونډيانو ترمينځ نيغ په نيغه دلانجې سبب جوړيدى شي.

داستختباراتي ادارې مشر وایي د پاکستان یوازې کولو دپاره هند پرله پسې هڅې کوي او پاکستان لخوا چې په هند کې کوم بریدونه کیږي هند اوس غور کوي ددغه مداخلې سزا هم پاکستان ته ورکړي.

په دې موقع دملي استخباراتوډايريکټر ډينيل، ار کوسټس ويلي په کنټرول لا ين د دواړو هيوادونو ترمينځ د ډزو پېښو کې اضافه دغېرارادي جګړې خطره سېوا کولى شي.

تيره ورځ د پاکستان پوځ د خپل ګاونډي رقيب هيواد هند د پوځ دا دعوه رد کړې وه چې ګنې هغوي دکنټرول لاين سره نزدې په پاکستاني سيمو کې عمليات ترسره کړي دي.

د هندي پوځ ميجر جنرال اشوک نيرولادعوه کړې وه چې ددغو عمليات مقصد دترهه ګرو په شمير کې کمى راوستل ؤ، ترڅو سيمه ييز ځوانانو ته دوسلې دراپورته کولو ډاډګيرنه نه ترلاسه کيږي.

پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې ترهه ګرو ته دنورو هيوادونو په ضد بريدونو ترسره کيدو لپاره دخپلې خاورې دکارول کيدو اجازه ورکوي.

جنرال سټيوارټ دسينيټ کميټې ته ويلي دي په هند کې دخطرناکو ترهه ګريزو بريدونو پرله پسې ګواښ، په هندي کشمير کې تشدد او دوه اړخيزه سفارتي تورونه به په ۲۰۱۷م کې د پاک وهند اړيکې نورې هم تاؤژنې کړي.

دهغه وينا وه چې په ۲۰۱۶م کې هندي او پاکستاني ځواکونو ديو بل په ضد دتيرو څو کلونو ترټولو سختې ډزې کړې وې او دواړو دتاؤتريخوالي په مهال يو شمير ډيپلوماټان ويستلي وؤ او زياته کړې يې ده چې يو بل ترهه ګريز بريد دپاکستان او هند ترمينځ دجګړې سبب جوړيدى شي.

غه وويل چې پاکستاني طالبان، جماعت الاحرار، القاعده او دلشکرجهنګوي په څير ډلې به دپاکستان داخلي امنيت لپاره لويه خطره راولاړوي. دهغه وينا وه چې دپاکستان او چين اقتصادي لاره به تندلارو او ترهه ګرو ته داضافي هدفونو وړانديز وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG