لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عباسي: امریکې پاکستان ته د ترهگرو فهرست نه دی ورکړی


د پاکستان وزیراعظم شاهده خاقان عباسي او د امریکې خارجه وزېر رېکس ټېلرسن په اسلام آباد کې د لیده کاته په مهال
د پاکستان وزیراعظم شاهده خاقان عباسي او د امریکې خارجه وزېر رېکس ټېلرسن په اسلام آباد کې د لیده کاته په مهال

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د مطبوعاتو دا خبرونه رد کړې دي چې د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن تیره هفته پاکستان د خپلې دورې په مهال پاکستاني مامورینو ته د ترهگرو یو فهرست ورکړی و.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دغه تردید د پاکستان یو شخصي ټیلي وژن سره مرکه کې کړی دی.

د رېکس ټېلرسن د پاکستان د سفر ورسته، مطبوعاتو د پاکستان د خارجه وزیر خواجه اصف له قوله دا خبر رپورټ کړی و چې ښاغلي ټېلرسن پاکستاني مامورینو ته د ٧٥ مشکوک ترهگرو فهرست ورکړی و.

امریکايي او افغان چارواکي د ډیر وخت راهسې وايي د حقاني ډلې په شمول د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې میشته دي. پاکستان دا خبره ردوي.

په ټیلي وژن مرکه کې پاکستاني وزیراعظم د خپل هیواد دا دریځ هم تکرار کړو چې په افغانستان کې د سولې لپاره د افغانانو په خپل منځو کې د خبرو اترو په لړ کې پاکستان د خپلې ونډې دنده ترسره کولو ته تیار دی.

په دې اړه نور تفصیل اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال اورنگزیب خان په رپورټ کې دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG